د هېواد د لوړو زدهکړو وزارت، هغه خبرونه چې ګواکې د پاکستان له خوا افغان نجونو ته د سکالرشیپونو د ورکړې په برخه کې اسلامي امارت په مشروط ډول توافق کړی، په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډول ادعاوې د اسلامي امارت پر وړاندې د مغرضو کړیو پروپاګنډ دی چې هیڅ ډول حقیقت نهلري.
لوړو زدهکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه وزارت د پاکستان په ګډون د هېڅ کوم بل هېواد سره د نجونو لپاره د سکالرشیپونو تړون نه لري.