د معلوماتو له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت مخالفينو، په ځانګړي ډول د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود، د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) له مشر عاصم ملک سره په دوشنبه کې کتلي دي، ويل کېږي چې دا کتنه له احمد مسعود او ځينو نورو شخصيتونو سره ترسره شوې. تازه له څو باوري سرچينو څخه هندوکشغږ ته د دې کتنې جزئيات رسېدلي دي.
ويل کېږي په دې کتنه کې د آی ایس آی مشر، د يوې رسمي پولې په توګه د ډيورنډ کرښې د پېژندلو په بدل کې احمد مسعود او ورسره پلاوي ته د افغانستان د سرپرست حکومت په وړاندې د زياتو همکاريو وعده ورکړې ده؛ په دغه همکاريو کې د پټنځايونو، روزنیزو کمپونو او پر فرضي کرښه د تګ او راتګ په برخه کې ځينې تسهيلات شامل دي. همدا راز يې په بلوچستان ایالت کې له داعش خراسان څانګې سره د هر اړخیزې هماهنګۍ د جوړولو وعده هم ورکړې ده.
ويل کېږي په دې کتنه کې پر دې هم بحث شوی، چې څنګه کېدلای شي چينايي، روسي او د منځنۍ آسيا د ځينو نورو هېوادونو د اتباعو د ترور له لارې، چې پړه يې داعش خراسان څانګه په غاړه واخلي، د افغانستان د سرپرست حکومت او يادو هېوادونو تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي. د معلوماتو پر بنسټ د احمد مسعود له لوري، د بدخشان ولایت اصلي اوسېدونکي او د جمهوريت پر مهال لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم ته له دې غونډې وروسته یاده دنده سپارل شوې ده؛ په ينګي قلعه کې د يو چينايي تبعه په نښه کېدل او په تاجکستان کې د چينايي اتباعو په نښه کېدل هم د دغه مشترکې پروژې د اجراآتو يوه برخه ده.
د یادنې وړ ده، چې کله پاکستان په کور د ننه په ځينو اقتصادي پروژو کې د چينايي شرکتونو له زيات استثمار څخه په تنګ راغلی، نو په ملاکند ډيويژن، کراچۍ تجارتي ښار او ګوادر کې يې ځينې سترې حملې پلان او سرته ورسولې. په دې توګه يې چينايي اقتصادي پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې، له يوې خوا يې د امريکا او غرب د خوشحالولو هڅه وکړه او له بلې خوا يې د چينايي شرکتونو له زيات استثمار څخه د خلاصون هڅه وکړه.