اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر قاري دینمحمد حنیف د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح سره د پراختیايي پروژو د پلي کېدو، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، قاري دینمحمد حنیف د هېواد د اقتصادي وضعیت، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې او د افغانیو د ارزښت د ثبات په اړه معلومات ورکړي او د پراختیايي مرستو درېدل، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او پر افغان حکومت د محدودیتونو دوام یې د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ننګونې بللې دي.
نوموړي د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د سرپناه، سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او اوبو رسولو شبکو جوړول هم مهم لومړیتوبونه یاد کړي دي.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي د تېرو پنځو کلونو اقتصادي لاسته راوړنې ستایلې او له افغانستان سره یې د پراختیايي همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
نوموړي د کوچنیو بندونو جوړولو، د نشهيي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، روزنیزو پروګرامونو او د کوچنیو کاروبارونو او خصوصي سکټور د ملاتړ په برخو کې د همکارۍ چمتووالی هم څرګند کړی دی.


