د پنجشېرد برېښنا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د برېښنا رسونې د څو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی.
د پنجشېر د برېښنا رییس انجنیرمحمد شعیب نظري ویلي، چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې دغه ریاست د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت په مرکز بازارک او عنابې ولسوالۍ کې ۵ برېښنایي شبکې پرانیستي، چې د ۷ زره کیلو ولټه برېښنا په تولیدولوسره یې ۱۱۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره کړې ده.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو درې کلونو کې په پنجشېر کې سلګونه لویې او وړې پروژې په لاره اچول شوي چې په ترڅ کې یې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او د خلکو لپاره سهولتونه رامنځته شوي.