د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د پلټونکو او کشفي علمیاتو په ترڅ کې د خوست د علیشېرو د زړه بوږنوونکي پېښې په تړاو درې نور تورن کسان هم نیولي دي.
د ښاغلي ګربز په وینا، تازه نیول شوي درې کسان هم د پېښې د ښکېلو اړخونو له ډلې ګڼل کېږي او پر دوی جدي شک دی چې په یاد جنایت کې لاس لري.