د دلوې ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي اشغالګرو ځواکونو د وتلو کالیزه دی؛ هغه زبرځواک چې د افغانستان پر ملت د برلاسۍ او د خپل لاسپوڅي حکومت د لړزیدلو بنسټونو د ټینګولو په نیت دغه خاورې ته راننوت او د لسو کلونو په موده کې یې بې شماره جرمونه او جنایات ترسره کړل.
په دې ټوله موده کې شوروي اتحاد د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره د دې خاورې ګوټ، ګوټ د باروتو په اور باندې وسوځاوه او له ځمکې او هوا یې د افغانستان بې ګناه خلک، که هغه بوډا وو که ځوان، نارینه که ښځینه او حتی مظلوم ماشومان وو، په نښه کړل.
د افغانستان ملت د شوروي اتحاد په تیاره سیوري کې ډول، ډول ظلمونه او وحشتناک جنایتونه وزغمل. زرګونه کسانو د شهادت جام نوش کړ، میلیونونه کسان ټپیان شول او څو میلیونه نور بې کوره شول. خو دې فاجعو د ملت له کلکې ارادې او ټینګې عقیدې څخه څه کم نه کړل او د اشغالګرو په وړاندې یې لا پیاوړي کړل.
هو! د افغانستان مجاهدپاله ملت په تشو لاسونو، خو په ټینګ ایمان او پر خپل رب په قوي توکل سره د شوروي اتحاد او د هغه د مزدورانو په وړاندې راپورته شو او د خپلو ځانونو په قرباني کولو سره یې د افغان ځمکې د وياړ او عزت یو نوی روایت په تاریخ کې ثبت کړ.
په هغه وخت کې، شوروي اتحاد پر افغانستان باندې د اشغال سره نه یوازې خپل لاسپوڅی حکومت ونشو ساتلی، بلکې د دې میړني ولس په وړاندې په شرمناکه ماتې سره، د دې ناوړه اتحاد بنسټونه هم ولړزیدل او له ډیرې مودې وروسته یې بنسټ په بشپړه توګه ونړېد.
په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو او په تعقیب یې د کمونیستي حکومت له سقوط وروسته، هغه وخت چې د جهاد د اهدافو د تحقق لپاره یو بې ساری فرصت برابر شو، جنګ سالارانو او ځایطلبه مشرانو هر یوه د خپلو شخصي ګټو د تأمین په موخه، د اسلامي دولت د تأسیس لپاره د افغان ملت ارمانونه مسخره او تر پښو لاندې کړل.
هماغه وخت و چې خپلسرو مشرانو د اتحاد او یووالي او رنځېدلي ملت پر ژورو ټپونو د مرهم ایښودلو پر ځای، خپله د خلکو لپاره بلا وګرځېدل او د اشغال له وخت څخه یې لا ویجاړونکې جګړې پیل کړې.