Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»نیابتي قاتلین، د ولس وژنې پروژو په لټون کې
    تورې څېرې

    نیابتي قاتلین، د ولس وژنې پروژو په لټون کې

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په دې وروستیو پنځو لسیزو کې تنها تېر درې کاله داسې وخت دی، چې ولس په ډاډ، له کومې ويرې پرته د ژوند له هرې لحظې او شيبې خوند اخلي، د هېواد لر او بر ته له کومې ستونزې، ننګونې او تعصبي چلند پرته سفر کوي، د هېواد له طبعي ښکلا او لا مثاله امن خوند اخلي، همدا راز دا بې نظيره امن د هېوادوالو لپاره د حلالې روزۍ د ګټلو لارې چارې هم اسانه کړې دي.

    مګر بهر مېشتي پخواني سیاسیون او په بېلابیلو نومونو جوړې شوې ډلې بیا د امن او سوکالۍ دغه وضعیت نشي زغملای، دوی بیا د وینو بهولو لپاره په کمپاینونو، خبرو او هڅونو بوخت دي او غواړي د دغه امن د له منځه وړلو او شخصي ګټو د تأمین په موخه د ولس د قتلولو پروژې واخلي.

    دوی چې افغان بچي يې د واشنګټن، لندن او نورو پردیو د امینت د ساتنې لپاره قرباني کول، د هماغه شېبو او حالاتو د بيا اعادې لپاره يې راشه – درشه پيل کړې او همدا څېرې د غرب د ساتنې په موخه د ټول ولس د قرباني کولو لپاره هم تیار دي.

    دا بې هویته سیاسیون د ولس له خوا عاق شوي، همدوی دي چې په دوشنبې، استانبول، ویانا او نورو ځایونو کې د افغانانو له ازلي دښمنانو سره د افغانستان پر سر د معاملې لپاره ناستې کوي، پر افغانانو یې شته سوکالي او ارام ژوند نه لورېږي او غواړي د تېر په څېر بیا ولس د خپلو سلیقوي غوښتنو قرباني کړي.

    دوی د قتلونو د نوې څپې پرانیستلو، مفسد نظام د بيا اعادې، د قدرت جزيرو بيا رامنځ ته کولو او پردیو موخو د تحقق لپاره د افغان خاورې پلورلو ته هم تیار دي او ډیورند فرضي کرښه په رسمیت پیژني.

    د ولس دغه قاتلین د آی ایس آی، سي آی اې او موساد په شمول د هرې جنایت کارې استخباراتي ادارې دروازه ورټکوي او پر افغانستان د حاکمیت د ترلاسه کولو په موخه له هر یوه مرسته غواړي، تر څو د جګړې او ولس وژنې بل فصل هم پرانیزي.

    دوی تنها په خوله او شعاريزه توګه ځانونه د افغانستان او افغان ولس خواخوږي معرفي کوي، خو په واقعیت کې بیا د واک ترلاسه کولو او شومو موخو د تحقق لپاره د دوی یوازینی انتخاب د افغان وژنې او افغان خاورې پلورنې پروژه ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمولوي عبدالکبير: کوربه هېوادونه دې د افغان کډوالو له ځورولو څخه لاس واخلي
    راتلونکي مقاله لوړپوړو لبناني چارواکو د لبنان له اشغال شویو سیمو د اسرائیلو پر بشپړ وتلو ټینګار کړی

    مربوطه لیکنې

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.