Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د سرپرست حکومت د مخالفینو د خبرو او کړنو ترمنځ توپیر
    تورې څېرې

    د سرپرست حکومت د مخالفینو د خبرو او کړنو ترمنځ توپیر

    صابر افغانصابر افغان21 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان شریف ملت شل کاله په افغانستان کې د اشغال په لاس د واکمن شوي حکومت تر زهرجن سیوري لاندې په زور او جبر ژوند وکړ او له هر ډول بلاوو او مصیبتونو سره مخامخ شول، په خپلو سترګو یې ولیدل، په زړونو یې احساس کړل او د خپلو کورنیو او خپلوانو د قربانۍ په بیه یې تجربه کړل.

    په تېرو وختونو کې په افغانستان کې دومره ډېرې ناوړه او زړه بوږنونکې پېښې شوې چې د وژل کېدو، مړینو او ویرونو خبرونه اورېدل یو معمولي او ورځنی کار ګرځېدلی و.

    ځینې وختونه خو د داسې پېښو لیدلو او اورېدلو نه په سترګو کې اوښکې راوستلې او نه یې په زړه کې غم پیدا کاوه، بلکې داسې انګېرل کېدل چې «نن د هغوی وار و، کېدای شي سبا موږ د هغوی په ځای ووژل شو او د هغې ورځې د تودو خبرونو برخه وګرځو».

    دا ټول مصیبتونه د بهرنیو اشغالګرو پوځیانو د پراخ حضور او په مخکیني حکومت کې د هغوی د مزدورانو او غلامانو د شتون پایله وه؛ هغه کسان چې د خلکو ژوند یې د خپلو بادارانو او شخصي غوښتنو لپاره قرباني کاوه او د ملت د وینو په پلورلو یې خپل جیبونه ډکول.

    اوس چې تر یوه ستر ملي بدلون او د پردیو اشغالګرو له وتلو وروسته دوی هم له هېواد څخه تښتېدلي او هر یوه یې د خپلو بادارانو په غېږ کې پناه اخیستې او هلته د هېواد دوستۍ نغارې ډنګوي، د خپلې نږدې ماضي تېروتنې او تورې کړنې یې هېرې کړې، ځانونه د هېواد او ملت مدافعین ګڼي.

    دا له کم عقلۍ را زیږیدلی عمل په روانشناسي کې «د چلند او وینا ترمنځ دوه‌ ګونی حالت» بلل کېږي. هغه څوک چې په دې حالت اخته وي، پرته له دې چې خپل تېر او هغه کارونه چې په خپل ځان او نورو یې کړي دي (که سم وي که ناسم) په پام کې ونیسي، نوې پایلې وړاندې کوي. داسې انګېري لکه تېر چې یې په ننني چلند او وینا هېڅ کوم اغېز ونه لري، دوی فکر کوي چې هېڅوک به دې ته پام ونکړي چې په تېر کې یې څه کړي دي!؟

    د اسلامي امارت مخالفین په همدې ناروغۍ اخته شوي، د خپل تېر دور شوم او بوږنونکي اعمال یې هېر کړي، یا په بې پروايۍ سره ترې هېر شوي دي. اوس له بهره د هېواد لپاره د اصلاح، تحول او نوي کولو نسخې وړاندې کوي، د سرپرست حکومت پر وړاندې د خلکو د پارولو غوښتونکي دي.

    خو نه پوهېږي چې د افغانستان شریف ملت نور په پټو سترګو د هغوی په تشو خبرو او ادعاوو پسې نه ځي او په پټو سترګو به د دوی د فریب او دوکې په کنده کې ونه لوېږي.

    ځینې وختونه ډېرې تېروتنې او بې ‌شمېره خطاوې انسان په داسې یوه کنده کې اچوي، چې بیا نه پوهېږي چېرته دی، څه کوي او څنګه وړاندې ځي!؟ تنها په تکرار، ورځني معمول او تشو خبرو کې راښکیلېږي، هېڅکله د خپلو پخوانیو او راتلونکو کړنو پایلو ته نه ګوري او په اړه یې فکر نه کوي.

    د سرپرست حکومت مخالفین اوس په همدې حساس پړاو کې دي. د خپلو پخوانیو کاذبو دندو او موقفونوپه بایللو سره سرګردانه شوي او هره ورځ په دې سرګردانۍ کې نور هم ډوبېږي. خو دوی باید په دې پوه شي چې افغان ملت د دویم ځل لپاره نور د هغوی خبرې نه مني، نه دوی او نه یې هم خبرو ته کوم ارزښت ورکوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمحتسبینو خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه شخړه حل او فصل کړه
    راتلونکي مقاله د حضرت معاذ بن جبل «رض» ملي پوځي اکاډمۍ څخه ٢٦٨ تنه ځوان افسران فارغ شول

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود؛ په سیمه ایزو لوبو کې د فرانسې نوې وسیله

    24 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جون 2025

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    د یمن د انصارالله ډلې (حوثیانو) د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په تازه څرګندونو…

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حوثیانو د سیاسي دفتر غړی محمد البخیتي: د امریکا او صهیونیستي رژيم له لوري د اوربند منل دا ثابتوي چې اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهېږي

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025

    شیخ صنیع الله فرهمند انقره کې د افغانستان د سفیر او ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي شو

    25 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،971 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،902 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.