شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کوزې پښتونخوا له تیرا څخه هندوکشغږ ته رسېدلي معلومات ښیي، چې یادې سیمې ته د عملیاتو لپاره راغلي «SSG» کومانډویان د پاکستاني طالبانو د نښان ویشتونکو ځواکونو له خوا تر برید لاندې راغلي او ځای پر ځای ترې درې کومانډویان وژل شوي دي.د رسېدلو معلوماتو له مخې، یاد پوځیان د فبرورۍ میاشتې په ۲۸ نېټه د پاکستاني طالبانو د نښان ویشتونکو ځواکونو له خوا هدف ګرځېدلي، چې جسدونه یې تر ډېرې مودې له خپلې پوستې څخه بهر پراته وو.د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ تر بل هر وخت پیاوړی شوی او خپلو عملیاتو ته یې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پراختیا ورکړې ده.
له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول23 جون 2025
د ایران سپاه پاسداران: د برید وکړه او وتښته زمانه پایته رسېدلې، که امریکا بیا ځلې تېروتنه وکړي پوځي حضور به یې د سیمې له نقشې ورک شي23 جون 2025