Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»ټولنیزې رسنۍ د بهر مېشتو سیاسیونو د فشار ابزار؛ ایا اغېزې لري!؟
    تورې څېرې

    ټولنیزې رسنۍ د بهر مېشتو سیاسیونو د فشار ابزار؛ ایا اغېزې لري!؟

    صابر افغانصابر افغان16 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ټولنیزې رسنۍ په ننۍ نړۍ کې د اړیکو وصلولو، اطلاع رسونې، تجارت، تفریح، خبرو اترو او پیژندنې لپاره استفاده کېږي، میلیونونه وګړي لاس رسی ورته لري او په بېلابېلو مجالونو کې استفاده ترې کوي. په دې وروستیو کې یې د اطلاع رسونې، تفریح او سیاسي پیغامونو د تبادلې لپاره ترې استفاده ډېره شوې ده.

    د ۲۰۲۱م کال راهیسې، چې پخواني سیاسیون، چارواکي او د طالبانو مخالفین له هېواد څخه وتښتېدل، له افغاني ټولنې سره یې د مستقیم/ فزیکي تماس امکانات کم یا له منځه لاړل، ترڅنګ یې نفوذ هم د کمېدو او په وړاندې یې تنفر د لوړېدو خوا ته روان شول. د انزوا لورې ته د دغه چارواکو تګ خورا په چټکۍ دوام درلود، د دې لپاره چې دا هر څه، څه نا څه کنټرول کړي، ټولنیزو رسنیو ته یې تر ډېره حده سیاسي رنګ ورکړ او د فزیکي مخالفت/ وسلوالې جګړې په ځای یې مجازي او مطبوعاتي جګړې ته مخه کړل.

    بهر مېشتي سیاسیون، چارواکي او مخالفین له تېرو شاوخوا څلورو کالو راهیسې په انلاین ډول ناستې کوي، د افغانستان په اړه نظرونه تبادله کوي او داسې تبلیغاتي څرګندونې کوي، چې په نشر سره یې په ټولنیزو رسنیو کې ګرمه موضوع یا سرټکی همدوی وګرځي؛ دا چاره د مطبوعاتي فشار د ابزار په توګه ګرځېدلې او په ځلونو یې تکراروي، خو هغه فشار چې پر سرپرست حکومت یې اغېزې ډېرې کمې شوي دي.

    د تښتېدلو چارواکو دغه مطبوعاتي او تبلیغاتي جګړې په دې وروستیو کې پر عامو وګړو هم خپله اغېزه کمه کړې ده، ځکه دغه ناکامې څهرې لا هم په شړېدلو روایاتو واک، حاکمیت او ملاتړ غواړي، د ټولنې پر عیني واقعیتونو سترګې پټوي، شخصي ګټو ته یې تر بل هر څه ترجیح ورکړې وي، مخالفتونو یې هره مجازي ناسته ناکامه کړې او د سرپرست حکومت په اړه یې داسې تبلیغاتي څرګندونې او افواهات خپاره کړي وي، چې د سرپرست حکومت له کړنو سره توپیر لري او ټول افواهات ناسم ثابتوي.

    پخواني سیاسیون په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړې توګه ایکس (ټویټر) کې په پراخه کچه شتون لري، ځکه دلته د هېوادونو ولسمشران، سازمانونه، د هېوادونو لوړ رتبه ډیپلوماټان، نړۍوالې رسنۍ او په نړۍواله کچه په سیاسي مسایلو کې ښکېلې کتلې شتون لري؛ پخواني سیاسيون هم دغلته پراخ حضور لري او غواړي خپل پیغامونه تر دوی ورسوي، باور ترلاسه کړي او اړیکې ونیسي، خو دا حربه یې ځکه ناکامه ده، چې دوی لسیزې په افغانستان کې حاکمیت درلود، باور یې په کامله توګه له لاسه ورکړی او نور یې هره هڅه بې اغېزې ده.

    د ټولنیزې رسنیو مخ تر ډېره د دوی له خوا، نړۍوالې ټولنې ته پر سرپرست حکومت د بندیزونو د ډېرېدو په غوښتنو هم پوښلی وي، هر راز غوښتنې ترې کوي او غواړي په افغانستان کې د اوسني حاکمیت ترڅنګ، افغان ولس هم انزوا ته یوسي او د هر اړخیزه بحران له تأثیراتو یې متأثر کړي، خو له نړۍوالې ټولنې څخه د تښتېدلو چارواکو دا غوښتنې ځکه ځای نه نیسي، چې د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ مستقیم تعاملات روان دي او دواړه دې پایلې ته رسېدلي، چې اوس مهال باید ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکورنیو چارو وزارت: پکتیا کې سلګونه کیلو ګرامه اومه چرس کشف او ونیول شول
    راتلونکي مقاله ټرمپ د يوه اجرايوي فرمان له مخې ازادۍ او امريکا غږ راډيوګانې وتړلې او کارکوونکي یې په اجباري رخصتۍ ولېږل

    مربوطه لیکنې

    د یوه متنازع شخصیت د میراث ارزونه؛‌ احمدشاه مسعود د ملت، تاریخ او استخباراتي لوبو په هینداره کې

    31 مې 2025

    په سیمه ییزو مسایلو کې د مخالفو ډلو بې ثباته او نا څرګند دریځونه

    29 مې 2025

    امرالله صالح؛ د جمهوریت د استبدادي نظام وارث او د نړۍوالو دریځونو د تحریف لوبغاړی

    28 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 مې 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې…

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.