الجزیرة خبري شبکې، د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، پرون دوشنبه پر غزې تړانګې د صهیونیستي اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د دغې شبکې د یوه خبریال حسام شبات په ګډون ۶۵ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، همداراز تېره ورځ غزه کې ۱۲۴ زره تنه فلسطینیان بې ځایه شوي هم دي.
د یادونې وړ ده چې، پر غزې تړانګې د صهیونیستي اسرائیلو د بریدونو له بیا پیل راهیسې د حماس غورځنګ د لوړپوړو مشرانو په ګډون نږدې ۸۰۰ تنه فلسطینان شهیدان شوي دي.