Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»په تاجکستان کې د احمد مسعود او امرالله صالح پټ مجلس او رامنځ ته شوې لفظي شخړه
    راز

    په تاجکستان کې د احمد مسعود او امرالله صالح پټ مجلس او رامنځ ته شوې لفظي شخړه

    صابر افغانصابر افغان29 مارچ 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څو ورځې وړاندې په تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د مقاومت په نوم جبهې په خپل منځي مجلس کې د يادې جبهې مشر احمد مسعود او روند سبز د مشر امرالله صالح تر منځ چې د يادې جبهې غړيتوب هم لري؛ لفظي شخړه رامنځ ته شوې.

    هندوکش غږ ته د مقاومت په نوم جبهې له منځه کره او باوري سرچينو د ياد مجلس او شخړې پخلی کړی، د سرچينو په وينا د امرالله صالح غوښتنه دا وه چې روند سبز بايد د مستقل جريان په حيث د مقاومت جبهې د يو متحد په توګه خپل فعاليتونه ترسره کړي خو احمد مسعود له دې وړانديز سره سخت مخالفت کړی او ټينګار يې کړی چې مقاومت جبهه يو واحد تنظيم دی او روند سبز بايد په دې تنظيم کې راګډ او يوه برخه وي.

    د سرچینو په وينا، په دې مجلس کې د دواړو تر منځ دا بحث په لفظي شخړه واوښت، امرالله صالح احمد مسعود ته په ښکاره ډول وويل: زه نور د رهبري او مشري حق لرم، زه وم چې ته (احمد مسعود) مې له کابل څخه پنجشير ته راوويستې او هلته مې د طالبانو په مقابل کې مقاومت شروع کړ.

    خو احمد مسعود، امرالله صالح ته د دې خبرو په ځواب کې د سپک، احمق او بې عقل خطاب کړی دی او ټينګار يې کړی چې روند سبز به هيڅکله د مستقل جريان او تنظيم په توګه ونه مني. د سرچينې په وينا، احمد مسعود او امرالله صالح تر منځ د دې توندو الفاظو له تبادلې وروسته امرالله صالح ياد مجلس ترک کړ.

    دا د امرالله صالح د هغو هڅو دوام دی چې غواړي له مقاومت جبهې څخه خپله لاره جلا او د روند سبز په نوم نوې جبهه يا تنظيم فعال کړي.

    د هندوکش غږ د سرچينو د مؤثقو معلوماتو په اساس نوموړي له ډيره وخته په پټه د مقاومت په نوم جبهې ځينې ناراضه کسان هم له ځان سره ملګري کړي او څه موده وړاندې يې غوښتل چې له يادې جبهې خپله لاره جلا کړي، هغه مهال يې هندوکش غږ په اړه يو مستند راپور هم نشر کړی و، چې وروسته د امرالله صالح د روند سبز رهبري تر يو وخته د ياد پلان د تطبيق د ځنډولو پرېکړه وکړه.

    مخکینۍ مقالهکانونو او پټروليم وزارت: تېر کال په هېواد کې د ۱.۳ ميليارده ډالرو په ارزښت ۳۶ لويو او وړو کانونو د استخراج تړونونه شوي دي
    راتلونکي مقاله ګوادر کې بمي چاودنې درې پاکستاني پوځیان هلاک کړي

    مربوطه لیکنې

    د اسلام آباد غونډه؛ خپل‌منځي اختلافاتو مقاومت شوری پاشل کېدو ته نږدې کړې

    9 سپتمبر 2025

    د اسلام‌آباد ناستې مخنيوی؛ په اړه یې د خليلزاد او د جمعیت د انشعابي ډلې همغږي او د مخالفينو درز

    9 سپتمبر 2025

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 4 دسمبر 2025

    د غزې رفح سیمه کې محاصره فلسطیني ځواکونو پر صهیونیستي اشغالګرو برید کړی

    راپورونه وایي، د غزې تړانکې په رفح ښار کې د فلسطیني ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو…

    ولادیمیر پوتین نن پنجشنبه په رسمي سفر هند ته ځي

    4 دسمبر 2025

    د پاکستاني پوځ ناسنجیده اقدامات، د پاکستان ولس قرباني کوي

    4 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د غزې رفح سیمه کې محاصره فلسطیني ځواکونو پر صهیونیستي اشغالګرو برید کړی

    4 دسمبر 2025

    ولادیمیر پوتین نن پنجشنبه په رسمي سفر هند ته ځي

    4 دسمبر 2025

    د پاکستاني پوځ ناسنجیده اقدامات، د پاکستان ولس قرباني کوي

    4 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،084 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.