Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»ایا ايران د بلوڅو وسله‌والو ملاتړی دی؟ پاکستان: د خپلو وژل شوو کسانو د وینو حساب غواړو
    راز

    ایا ايران د بلوڅو وسله‌والو ملاتړی دی؟ پاکستان: د خپلو وژل شوو کسانو د وینو حساب غواړو

    صابر افغانصابر افغان13 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هندوکش غږ د آی ایس آی له منځه د خپلو تازه او دقيقو ترلاسه شویو معلوماتو په اساس موندلې، چې د اسرائیلو د استخباراتي شبکې(موساد) يوه هيئت اسلام آباد ته سفر کړی دی.

    دا په تېره نږدې يوه نيمه مياشت کې د دواړو لورو تر منځ دوهم سفر دی چې ترسره کېږي؛ څه د پاسه يوه مياشت مخکې هم پاکستاني استخباراتي هيئت اسرائيلو ته د يو مطبوعاتي ټیم او خبريالانو تر پوښښ لاندې سفر کړی و، چې د اسرائيلو يو خبري آژانس (اسرائيل هيوم) او ځینو مؤثقو عربي خبري سرچينو له دغه سفر څخه پرده پورته کړې وه.

    که څه هم پاکستان ته د اسرائيلي هيئت د سفر اصلي هدف او له پاکستاني چارواکو او استخباراتي مسؤلینو سره يې د ليدنې اصلي اجنډا نه ده ترلاسه شوې، خو د منځني ختيځ وروستي وضعيت ته په کتو تحليل کېږي چې دواړه لوري د ايران په اړه ګډ اهداف لري.

    څه موده وړاندې هندوکش غږ له خپلو کره او باوري سرچینو څخه معلومات ترلاسه کړي وو، چې پاکستاني استخبارات د اسرائيلو له استخباراتو سره په همغږۍ، له پاکستان سره نږدې د ايران په سرحدي سيمو کې د ځينو اهدافو د له منځه وړلو او افرادو د ترور پلان لري، چې د ايران د سپاه پاسداران ځينې مهم کسان هم پکې شامل وو.

    د کره معلوماتو په اساس په دې وروستیو کې له اسرائيلو سره د روابطو د عادي کولو لپاره د پاکستاني چارواکو تمايلات ډير شوي دي، معلومات دا هم ښيي چې پاکستاني چارواکي او استخبارات يې په خصوصي ډول د اسرائيلو حمایت کوي او د روابطو د عادي کولو او حتی د رسمي اړيکو په هڅه کې دي، خو په دې برخه کې د پاکستان ځينې اسلامي او مذهبي څهرې او ګوندونه اصلي خنډ دي.

    امریکا په دې وروستیو کلونو کې په عربۍ نړۍ او منځني ختیځ کې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره پراخ کمپاین پیل کړی و، خو پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، هغه پروسه په ټپه ودرېده. د حماس او اسرائیل له نږدې یو نیم کلنې جګړې او په غزه کې له پراخو جنایتونو، نسل وژنو او وحشتونو سره سره، اسرائیل او امریکا اوس بیا هڅه کوي چې هغه پروسه روانه وساتي. نو پاکستان د دې موقع څخه په استفادې هڅه کوي چې د دې پروسې مخکښ شي او د ځینو مادي امتیازاتو د ترلاسه کولو په بدل کې له اسرائیل سره اړیکې عادي کړي.

    د دې ترڅنګ، پاکستاني پوځ، استخبارات او حکومت په دغه هېواد کې د روان کشمکش یو اصلي عامل ایران بولي او اوس هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې د ایران او اسرائیل د ټکر یوه برخه دلته هم راوړي. پاکستان غواړي چې دلته هم دوه مخې او ان درې مخې لوبه پر مخ بوځي، اسرائیل ته د ایران ضد کړنو لپاره خپله خاوره په واک کې ورکړي او په بدل کې یې له اسرائیل او امریکا امتیاز واخلي او دغه راز پر ایران هم فشار راوړي په یو ډول یې د باج او امتیاز ورکړې ته اړ کړي. د دغه ټکرونو تر سیوري لاندې ښايي د پاکستان پوځ به هلته د بلوڅو او پښتنو پر وړاندې د ظلمونو او وحشتونو یوه نوې لړۍ پیل کړي او هڅه به وکړي چې خپل مخالفین چې په دې وروستیو کې ډېر پیاوړي شوي، وځپي.

    مخکینۍ مقالهد پروان د باغ درې اوبو بند د دويمې برخې د جوړولو چارې پيل شوې
    راتلونکي مقاله کورنیو چارو وزارت: امنیتي ځواکونو په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي

    مربوطه لیکنې

    د اکرام الدین سریع د قتل پټ او نا‌څرګند حقایق؛ ولې او څنګه ووژل شو؟

    30 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو خونړۍ سیالي؛ د سریع له وژنې وروسته څه روان دي؟

    28 دسمبر 2025

    د اسلام آباد غونډه؛ خپل‌منځي اختلافاتو مقاومت شوری پاشل کېدو ته نږدې کړې

    9 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.