Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»عطامحمد نور؛ د ولس په وینو تر تخته رسېدلی امپراتور
    تورې څېرې

    عطامحمد نور؛ د ولس په وینو تر تخته رسېدلی امپراتور

    صابر افغانصابر افغان16 اپریل 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بلخ پخواني والي او د اسلامي جمعیت ګوند د جلا شوې برخې مشر عطامحمد نور چې د بلخ په امپراتور یې شهرت درلوده، د جمهوري رژیم د راوستلو پر مهال یې، له بهرنیو یرغلګرو سره اوږه پر اوږه په مزار شریف ښار کې د مقاومت قومانده په غاړه لرل، د اشغال د وزرو له غوړولو سره سم د بلخ والي شو.

    نوموړي په لویې ږیرې او ګونځې کالیو د ولایت پر چوکۍ تکیه ووهله، بیا وروسته په خریلې ږیرې او برانډ پتلون د دغه ولایت له مقامه ووت.

    لکه څنګه چې له عطامحمد نور څخه ږیره وتوږل شوه، همداسې ترې ایمان، غیرت او کلتور وتوږل شو، د دولت پر عوایدو یې خېټه واچوله، لسګونه ساختماني شرکتونه، لوژستیکي شرکتونه، د تېلو پمپونه، د تېلو وارداتي شرکتونه، شهرکونه، بلند منزلونه، مارکيټونه، تحصیلي مؤسسات، خصوصي کلنیکونه، شخصي شفاخانې، سرایونه، ترانسپورټي شرکتونه او د حيرتان بندر عایدات یې ولکه کړل او د وخت حکومت یې وننګاوه.

    ده به ولې په خپل په لاس جوړه کړې اداره نه ننګوله!؟ عطامحمد نور خو د لومړي مقاومت چې د احمدشاه مسعود تر قوماندې لاندې ایجاد شوی و، یو له مرکزي قوماندانانو څخه و چې په بلخ ولایت کې له سي آی اې سره نږدې استخباراتي او نظامي مامور و، په بلخ ولایت کې یې د امریکا په مالي او نظامي همکارۍ بغاوت شروع کړ او تر پایه د امریکایانو مطیع او فرمانبردار پاتې شو.

    کله به یې چې له کرزي او بیا وروسته له غني سره اړیکې ترینګلې شوې، رسنیز انډوخر به یې جوړ کړ او په ډېرې بې غیرتۍ به یې وویل «اګر امریکای ها اجازه بدهد در ظرف ٢٤ساعت ارګ رامیګرم» یعنې ده یواځې امریکا خپل بادار باله او هر ځل به یې په رسمي او شخصي ناستو کې په امریکایانو احسان باراوه چې دا ستاسې لحاظ او سترګې دي چې زه د کابل اداره منم او غني په رسمیت پېژنم، کنه زه دغسې خلک خپل د نوکرۍ لایق هم نه ګڼم.

    عطامحمد نور د جرمي اقتصاد په ملیاردرانو کې راځي، کومي پیسې چې د سي آی اې له خوا ورته راتلې، ډېره غوښنه برخه یې د خپل د ماموریت پر مهال ترې چور کړه.

    يواځې په بلخ کې د ده لاندې ذکر شوي ملکیتونه او شرکتونه دي، چې دا هم په رسمي ډول د نوموړي په مېرمن، زامنو او یوې لور پسې ثبت دي، په نورو ولایتونو کې خو نوموړي کورونه، بلندمنزلونه، شرکتونه، پوهنتونونه او مارکيټونه لا هم نه دي حساب شوي، همدا ډول په اماراتو، دوبۍ او ترکیه کې دده پانګونه لا نه ده سپړل شوې.

    په بلخ کې یې ملکیتونه:
    ١: د خالد بن ولید ښارګوټی چې له شپږ زرو ډېري نمرې دي.
    ٢: د باختر مارکيټ زیر زمینې کې له دوه سوه نه ډېر دوکانونه لري.
    ۳: د سینا سټډیوم ترڅنګ د بادام مارکیټ.
    ۴: عجب خان مارکيټ چې له ٥٠٠ ډېر دوکانونه لري.
    ۵: د درملو مارکيټ چې د مزار شریف روغتون سره خوا کې ودان دی.
    ۶: د نور لایزري کلنیک.
    ٧: د بلخ د دروازې ترڅنګ د تېلو شرکت.
    ٨: د میترا نور ښارګوټی چې ۴۰۰ کورونه لري.
    ٩: د بلخ د ښاروالۍ ترڅنګ لس منزله مارکيټ.
    ١٠: د میترا نور ترانسپورټي شرکت چې ٣٠٠ موټر لري.
    ١١: د آریا مارکيټ چې له ١٠٠٠ ډېر دوکانونه لري.
    ١٢: د میترا نور سرای.
    ١٣: د خالد نور د تېلو پمپ سټېشنونه.
    ۱۴: د قومندانۍ ترڅنګ د مولانا په نوم یو مجلل قصر.
    ١٥: د عطامحمد نور شخصي ماڼۍ چې په دوه میلیونو ډالر باندې رغول شوې.
    ١۶: د سیاسي دفتر په نوم یو قصر.
    ١٧: د شولګرې د موټرونو تم ځای.
    ١۸: د قاضیانو د کوڅې تر شا بلند منزل.
    ١٩: د سلطان راضیه ښوونځي تر شا بلند منزل.
    ٢٠: آریا د زده کړو خصوصي تحصیلي مؤسسه.
    ٢١: د خالد نور د سرک جوړونې شرکت.
    ٢٢: دوه شفاخانې د مولانا جلال الدین بلخي او د الفلاح په نوم.
    ٢٣: د سینافر مارکیټ چې کابو ۴۰۰ دوکانونه لري.
    ۲۴: د حیرتان بندر کې د تېلو ذخیره.
    ٢٥: د تېلو انټرنېشنل وارداتي شرکت.
    ٢٦: د کمال نبي زاده په نوم ښارګوټی.
    ٢٧: د بلخ د بلهیکا د بلبوردونو انحصاري شرکت.

    دا پورته د عطامحمد نور جایدادونه، شرکتونه، بلندمنزلونه او مارکيټونه او نور ثبت شوي املاکات دي، هغه چې په نورو ولایتونو او نورو هېوادونو کې دده په خپل نوم یا په نورو نومونو ثبت دي له حسابه وتلي.

    نو عطامحمد نور به ولې د امریکایانو د احسانونو پوروړی نه وي!؟ هغه به ولې د هغوی د اوامرو تابعدار نه وي!؟ عطا مخکې له قومندانۍ او له ماموریت نه د لوګر د یوه اوسېدونکي زوی و چې نیم نس ډوډۍ یې نشوای موندلی.

    دا سرمایه او جایدادونه چې نوموړی یې د بلخ امپراتور کړ، د امریکا لورینه وه؛ نوموړي په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته بیا له امریکایانو غوښتي وو، ترڅو د واک پر ګدۍ يې کېنوي، نوموړي دا یادونه هم کړې وه چې له طالبانو دې واک واخیستل شي او له موږ سره دې تعامل وکړي، ځکه چې د هغه په وینا، له طالبانو په حکومتولۍ ښه پوهیږو، اوږده او پخه تجربه لرو.

    چې د اوږدې او پخې تجربې بیلګې یې تاسې ولوستې؛ د دوی اوږده تجربه قاچاق، ترور، د دولتي ځمکو غصب او پلور، د دولتي عوایدو غصب، له ایران او امریکا څخه استخباراتي تنخوا اخیستل، غلا او چور یې د حکومتولۍ د پخې تجربې بیلګې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهنن کابل کې د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ يا JCC اوومه غونډه ترسره کېږي
    راتلونکي مقاله په بهر کې د حماس د سیاسي څانګې مشر سامي‌ ابو‌ زهری: تاريخ چوپ نه پاتې کېږي که اسلامي امت اوس اقدام ونه کړي سبا به سخت پښېمانه‌ وي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا لخوا د…

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.