Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ملا محمد حسن آخند: له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو؛ دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږي
    افغانستان

    ملا محمد حسن آخند: له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو؛ دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږي

    صابر افغانصابر افغان19 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان سرپرست حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ له راغلي پلاي سره کتلي.

    د سرپرست حکومت مرستیال ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې د سرپرست حکومت رئیس الوزراء له پاکستان څخه تر دې مهاله د افغان کډوالو د کوربه توب مننه کړې او یلي یې دي چې، په ورستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو.

    ښاغلي اخند وړاندې ویلي چې، دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږي او په وینا یې: «خدای دې وکړي دغه سفر د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي.»

    ملا محمد حسن آخند دغه راز د تورخم دروازې بندولو ته په اشارې ویلي چې، د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو اړتیا ده او هغه عوامل چې سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابوي باید مخنیوی او له تکرار څخه یې ډډه وشي.

    د سرپرست حکومت رئیس الوزراء د خبرو پردوام ویلي: «پاکستان د دې پر ځای چې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو بهیر کې همکاري وکړي، په یو طرفه اقداماتو ستونزې زیاتوي. له پاکستان څخه مو جدي غوښتنه ده چې له افغان کډوالو سره بد چلند پای ته ورسوي.»

    د افغانستان د سرپرست حکومت رئیس الوزراء پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په شمول د نړۍ د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي، او په وینا یې، د افغان حکومت پالیسي په متقابل احترام او حسنه اړیکو ولاړه ده.

    د سرپرست حکومت د مرستیال ویاند په خبره، په دغه کتنه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته په خپل سفر خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې کابل ته یې د سفر موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده.

    نوموړي دغه راز ویلي چې، هېواد یې غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی واټن په لوړه کچه د خبرو اترو له لارې لمنځه یوسي.

    د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې چې، د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره به افغانستان ته د پاکستان له لارې په صادرېدونکو زیات شمېر توکو لس سلنه مالیه پای ته ورسوي او د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره به نور مهم اقدامات هم په پام کې ونیول شي.

    مخکینۍ مقالهمولوي امیرخان متقي: سرپرست حکومت د خپل متوازن سیاست په رڼا کې د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي
    راتلونکي مقاله د لیبیا لوی مفتي شیخ الصادق الغریاني: مصري، مراکشي، اردني او اماراتي وګړي دې ټول هغه اسرائیلي وګړي ووژني چې د دوی هېوادونو ته ورغلي دي

    مربوطه لیکنې

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.