Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»له بغاوت‌ کوونکو سره د مبارزې لارې چارې
    تورې څېرې

    له بغاوت‌ کوونکو سره د مبارزې لارې چارې

    صابر افغانصابر افغان21 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    شپږمه برخه

    د بغاوت‌کوونکو له لاسه وتلې پانګې

    يو انسان د خپل عزت، ناموس او پت نه ارزښتمنه او لوړه پانګه نه لري، او د همدې قيمتي ګوهرونو د ساتلو لپاره تر مرګه ځي او له خپل هرڅه نه د خپل يو څيز لپاره تيريږي او قرباني ورکوي.

    په ځانګړې توګه مسلمانان هيڅکله ځان نه بې عزته کوي او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د دوی په پاک لمن داغ ولګوي او د دوی د عزت او پت چت سورى کړي.

    ځکه بې عزتي له مرګ څخه مخکې مرګ او له مړينې څخه مخکې مړ کيدل دي او دا چې يو سړی د اعدام تر تختې يوسي او ورو، ورو يې نفس قطع کړي، له دې نه ښه ده چې عزت او حيثيت يې په نښه کړي او د هغه د سترګو په وړاندې يې له منځه يوسي.

    کله، کله دا حيثيت فردي وي او د شخص په محور کې وي او کله، کله لږ پراختيا مومي او د کورنۍ مرکز ته خپريږي او کله، کله اصلي موخه د فرد د ټولنيز اعتبار او باور له منځه وړل وي.

    چا چې له دې اړخه ضربه خوړلې وي، هېڅکله بیا نه شي کولای سر پورته کړي. ښایي ژوندی پاتې شي او ساه واخلي، خو په اصل کې یې ژوند ختم شوی وي.

    دا خبرې مې د دې لپاره وکړې چې دې ټکي ته ورسيږم چې د دې ناموسي او عزتي ستونزمن حالت سره، سره بيا هم داسې انسانان پيدا کېږي، چې له دې معنی تش وي او له دې مفهوم څخه ليرې وي؛ ښايي اصلاً د دغو ارزښتمنو معيارونو سره نسبي او تقريبي اشنايي ونه لري او له دغو اخلاقي، ټولنيزو او اسلامي مفاهيمو څخه د کلونو کلونو ليرې والي يا له دوی سره نه اشنايي، دوی د نورو د لاس آلې ګرځولي دي چې هيڅکله د دغو انساني معناوو جلال، جبروت، قدر او قيمت نه شي درک کولای او نه يې هضمولی شي ؛ د دوی لپاره به معنی هم ونه لري.

    زما خبرې له باغيانو سره دي چې هيڅکله دې ښکلا ته نه ننوځي او د وطن د تخريب، ورانولو او ړنګولو لپاره یې په هڅه کې خپل عزت او حيثيت ليلام ته ایښی دی.

    بار بار رسوايي او ذلت رامنځ ته کوي او هيڅکله په ټولنه کې د يوې بلې بې حيثيتۍ له رامنځ ته کولو نه ستړي کېږي او لاس نه اخلي.

    نو په لنډه توګه، له باغيانو سره د مقابلې يوه لار د دغې ډلې د پست ژوند همدې برخې ته وده ورکول دي، تر څو نور ښه پوه شي چې دا هغه هيله بښونکي نه دي چې د نورو په فکر کې وي او د دوی له عزت او حيثيت څخه ساتنه او دفاع وکړي.

    ځکه هغه څوک چې د خپل عزت په فکر کې نه وي يا له همدې خوا پيسې خوري، څنګه کولای شي د رهبرۍ معيارونه په ځان کې وويني او د نورو لپاره نمونه، بېلګه او ملي سمبول او رهبر شي او د اقتدار دعوه وکړي!؟

    یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهملا خیرالله خیرخواه: سرپرست حکومت د هېواد د ابادۍ لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د خلکو د ستونزو د حل په لټه کې دی
    راتلونکي مقاله ‏د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کابل ته راورسېد

    مربوطه لیکنې

    بې تاثیره څېرې او د هغوی تاریخ تېره غوښتنې او وړاندیزونه

    26 اگست 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند‌لیک ته لنډه کتنه

    25 اگست 2025

    د افغان حکومت مخالفین؛ واشنګټن په اسلام آباد پلورلي

    21 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 26 اگست 2025

    د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم په شهادت رسولی

    د شمالي وزيرستان د میرلي ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان پوځ په…

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    26 اگست 2025

    مولوي سردار احمد شکيب او صادق خان د افغانانو لپاره د پاکستان د ويزو پر ستونزو خبرې کړي

    26 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم په شهادت رسولی

    26 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    26 اگست 2025

    مولوي سردار احمد شکيب او صادق خان د افغانانو لپاره د پاکستان د ويزو پر ستونزو خبرې کړي

    26 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،014 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،983 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.