رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې، د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ په یوه بل سېګنال چټ ګروپ کې په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د بل برید لپاره د پلان توضیحات شریک کړي.
راپور زیاتوي، په دې چټ ګروپ کې د هېګسېټ مېرمن، ورور او وکیل هم شامل وو، چې دې حساسو پوځي معلوماتو ته د لاسرسي معلومات باید ترلاسه نه کړي.
هېګېسټ تر دې وړاندې په یمن کې د برید د پلان جزئیات د لوړپوړو امریکايي چارواکو له یوې ډلې سره هم شریک کړي وو.
د اتلانتیک مجلې مدیر جیفري ګولډبرګ په تصادفي توګه دې ډلې ته بلل شوی و او له افشاء کېدو وروسته یې په واشنګټن کې د ټرمپ ادارې لپاره یوه لویه سیاسي دسیسه جوړه کړه.