د جمهوریت مات شوي سیاستوال د سرپرست حکومت پر وړاندې د خپلو مشرانو په یو کولو کې له پرله پسې ناکامیو وروسته، اوس په پوچو وعدو د خپلو پلویانو د بوخت ساتلو هڅه کوي.
دا کسان، په تېره بیا د مخالفو ډلو پیژندل شوې څهرې، په فریبکارانه وعدو لاس پورې کړی څو په خپلو پلویانو کې د سرپرست حکومت د سقوط په اړه اوازې خپرې کړي.
خو حقیقت دا دی چې د سرپرست حکومت له واکمنۍ د دې درېو کالو او څه مودې په ترڅ کې، دا سیاستوال ان په خپلو منځونو کې یوه تفاهم ته هم ونه رسېدل، دا خو پر ځای پرېږده چې د افغانستان د مقتدر اسلامي حکومت پر وړاندې رښتینی ګواښ جوړ کړي. د دې تیاره سابقهلرونکو څېرو لخوا د حکومت د زوال ادعا، یوازې خیال او د ساده خلکو تېر ایستل دي.
سرپرست حکومت په ټول هیواد کې د امنیت په ټینګولو او د غلا او اختطاف د بانډونو په له منځه وړلو سره، د افغانانو په زړونو کې ځای نیولی دی. اوس، د هغو کسانو له خوا د دې حکومت د سقوط ادعا کېږي چې د هغوی د نوم په اورېدو سره د هغوی د واکمنۍ د دورې بې نظمي، غلا او چور په یاد راځي، او دا ادعا یوازې د هغوی د ذهني تخیلاتو پایله ده.
ځکه چې دا څېرې د پوچو او بې مانا شعارونو پرته بل څه د وړاندې کولو لپاره نلري؛ نه غیرتي افغان ملت ورسره مل دی او نه هغه باداران چې د کلونو راهیسې یې د غلامۍ پټۍ په غاړه ورته اچولې وه.
افغان ملت هېڅکله هېر کړي نه دي چې دوی په خپله واکمنۍ کې څنګه د غلا او اختطاف د بانډونو په فعالولو سره خپل ځوانان له منځه یوړل او بې شمیره ارمانونه یې خاورو ته وسپارل.
نن ورځ، خلک په حقیقي ډول په ټول هیواد کې په آرامۍ او امنیت کې ژوند کوي او د هر ډول فتنې په وړاندې چې وغواړي دا امنیت ترې واخلي، به ودریږي.
پخواني سیاستوال باید پوه شي چې د دوکې، چل او دروغو وخت تېر شوی دی. اوس خلک پوه شوي او ښه پوهیږي چې پوچې وعدې نشي کولی د دوی ماتې پټې کړي او په حقیقت پرده واچوي. ستاسو خبرې په حقیقت او صداقت په تله کې تلل کیږي او په ننني بازار کې هېڅ پېرودونکی نلري. خپل ځانونه په مغالطو مه ستړي او مه سرګردان کوئ.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.