د نيو عرب رسنۍ د راپور له مخې د مصر حکومت د قاهرې په زاړه ښار (Old Cairo) کې د امام شافعي هدیرې دننه د محمود باشا الفلاکي تاريخي جومات، چې يو مهم فرهنګي او مذهبي ميراث بلل کېده او شاوخوا دوه پېړۍ مخينه یې درلوده، نړولی دی.
د سرچينې په خبره، دا جومات چې د خپل ځانګړي معماري سبک او روحاني ارزښت له امله پېژندل شوی و، د شپې له خوا په ناڅاپي ډول نړول شوی، چې د تاریخي میراث د کارپوهانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ یې ژوره خواشیني او غبرګونونه راپارولي.
په ورته وخت کې يوه ډله څېړونکي، چې د قاهرې د له منځه تلونکو هدیرو اسناد راټولوي، ویلي چې د ياد جومات نړول په نيمه شپه کې شوي او دوی ته کوم خبر او د مخنیوي فرصت نه دی ورکړل شوی.
څېړونکو همدا راز ويلي، چې د جومات نړول د ټولو اصولو خلاف شوي او د تاريخي ارزښتونو ساتنې او ياهم انتقال ته پکې هېڅ پام نه دی شوی.
یاد جومات د امام شافعي د پراخې هديرې برخه و چې د ۱۹مې پېړۍ له تاریخي آثارو ګڼل کېده او د نوموتي جغرافیه پوه محمود باشا الفلاکي قبر هم پکې و.