Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د مقاومت جبهې ادعا؛ خو په عمل کې سیمه‌ییز انحصار او بهرنیو ته استغاثه
    تورې څېرې

    د مقاومت جبهې ادعا؛ خو په عمل کې سیمه‌ییز انحصار او بهرنیو ته استغاثه

    صابر افغانصابر افغان11 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د سرپرست حکومت په مخالفو ډلو کې چې تر ټولو ډېر ځان ملي، فراقومي، عدالت‌محوره او ضد استبدادي خوځښت بولي؛ هغه د «مقاومت جبهه» ده، خو کله چې د دوی ادعاوو ته د عمل له عينکو وکتل شي، نو بڼه یې بله ښکاري، د دوی شعارونه د وحدت او عدالت خبره کوي، خو اعمال یې پر قومي، تنظیمي او جغرافیایي بنسټونو ولاړ دي، چې د یووالي پر ځای تفرقه پیاوړې کوي.

    د دې جبهې چې د تصاميمو واک یې د چا په لاس کې دی، د لويې او وړې کړۍ په نومونو يادېږي، چې وړه کړۍ د دې جبهې د مشر «احمد مسعود» د خپلې کورنۍ غړي دي، د مالي او نورو مهمو برخو پرېکړې کوي. او لويه کړۍ بیا د احمد مسعود پلار «احمدشاه مسعود» ته نږدې پنجشېریان يادېږي، چې د نظامي او عادي مسايلو په برخه کې تصميم نيسي، د مقاومت جبهې سره چې نور د چا نومونه یادېږي يواځې سمبوليک رول لري، چې په جبهه کې د واک دغسي وېش خپله د يادې جبهې دا ادعاوې، چې ګواکې دا جبهه ملي او عدالت محوره ده باطلې او دروغجنې ثابتوي.

    تر دې هم مهمه دا ده چې دوی ځان د استبداد ضد حرکت معرفي کوي، په داسي حال کې چې په همدې جبهه کې ځای پر ځای شوې څهرې د استبداد او وحشت اصلي مُهرې دې، هغه چې کلونه يې د خپل ولس د وژلو په بدل کې ډالري معاشونه او امتيازات واخيستل، بې حسابه دولتي او شخصي ملکيتونه يې غصب کړل او د بې شمېره خیانتونو او فساد لپاره يې مافیاوي کړۍ جوړې کړې، چې د استبداد پر وړاندې د ضديت ادعا يې په ښکاره له دې کړنو سره په ټکر کې ولاړه ده.

    یو بل مهم ټکی چې د دوی کړنلاره او د «ملي» مختاړی يې تر پوښتنې لاندې راولي، هغه بهرنیو يرغلګرو قوتونو ته زارۍ او استغاثه ده. د دوی مشران له امریکا، اروپايي اتحادیې او نورو نړیوالو قدرتونو څخه د سیاسي، مالي او نظامي مرستو غوښتنه کوي، چې بېلګه يې د دغې جبهې د سیاسي مشر «عبدالله خنجانې» وروستۍ څرګندونې دي چې له يوې رسنۍ سره يې د مرکې پر مهال کړې وې، حال دا چې د ملي مسائلو بنسټ دا دی چې د خپلو برخلیکونو واک خپله بايد ولسونه ولري، نه دا چې له بهره د بدلون تمه ولري، دغه ډول تکیه‌والی د ملي استقلال له ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري.

    په پای کې باید وویل شي چې د مقاومت جبهې تر شعارونو لاندې واقعیتونه د خلکو لپاره قناعت‌ بښونکي نه‌ دي، خلک پوهېږي چې د دې جبهې په ټوله اډانه کې داسي شخص نشته چې د ولس او هيواد خير دي غواړي، شعارونه يې غولوونکي او اعمال يې د خپلو شخصي ګټو، عُقدو او انحصار لپاره دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکابل کې د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ ګډه اقتصادي ناسته شوې
    راتلونکي مقاله مولوي امیرخان متقي ته د چین د سفر رسمي بلنه ورکړل شوه

    مربوطه لیکنې

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 23 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    یوې بهرنۍ مطبوعاتي فعالې جورجینا سنشاین د پرځيدلي جمهوریت د ځانګړو ځواکونو د قوماندان فرید…

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.