د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک نن جمعه (د غویي، ۲۶مه) نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان–روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیست.
د اقتصادي مرستیالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي برادر د دغه سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال ویلي، چې د سرپرست حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات ټينګ شوی، اقتصادي فعالیتونو پراختیا موندلې، سوداګري پراخه شوې او د افغانستان د بیارغونې په موخه په مختلفو سکټورونو کې لویې او کوچنۍ پروژې پيل شوې دي.
بل خوا د روسیې لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې هېواد د باثباته او پرمختللي افغانستان پلوی دی او دا د ټولې سیمې په ګټه بولي. او په خبره یې، د افغانستان وضعیت د بهبود لوري ته روان دی او په کازان ۱۶م فورم کې د سرپرست حکومت د لوړپوړي پلاوي ګډون ثابته کړه، چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي او په سولهییزه فضا کې د اقتصادي مسایلو پرمخ بیولو ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړې، چې روسي شرکتونه چمتو دي له افغانستان سره د کانونو استخراج، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید او همداراز سیمهییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو په برخه کې ګډ کار وکړي.
ټاکل شوې چې د کابل او مسکو ترمنځ به د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه د کازان ۱۶م فورم په څنډو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ مهم تړونونه هم لاسلیک شي.