Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې
    تورې څېرې

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    صابر افغانصابر افغان17 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسماعیل خان او ایران ترمنځ پټې اړیکې:

    افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې ډېر وختونه د سیمې، ګاونډیو او نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ډګر ګرځېدلی دی. ګڼ شمېر هېوادونو کله نېغ په نېغه او او کله په پټه، د دې خاورې دننه د خپلو نامشروعو ګټو د خوندي کولو لپاره، ځینې کلیدي څهرې استخدام کړې او له دوی څخه یې په هېواد کې د اجیرانو په توګه کار اخیستی دی.

    په هېواد کې د کمونستي رژیم له نسکورېدو وروسته، دغه بدنام جنګسالاران د بهرنیو قوتونو له لوري د ارزانه او کار وړ اجیرانو په توګه وکارول شول، دوی لوړ مقام او منصب ته د رسېدو لپاره له هېڅ ډول خیانت څخه ډډه ونه کړه.

    د کمونستي رژیم له سقوط وروسته، د کورنیو جګړو پر مهال او آن د جمهوریت په کلونو کې، هغوی چې یوه ورځ یې د پردیو په وړاندې د جهاد او مقاومت شعارونه ورکول، هر یو یې په یوه لاره نه په یوه لار له بهرنیو منابعو سره تړلي وو.

    د دوی له ډلې په شمال کې عبدالرشید دوستم، په مرکزي زون کې عبدالعلي مزاري او کریم خلیلي، په هزاره جاتو کې محمد محقق، په شمال ختیځ کې برهان‌الدین رباني او احمدشاه مسعود، د کابل په شاوخوا کې عبدالرب رسول سیاف او نور سیمه‌ ییز قوماندانان، ټولو د بهرني ملاتړ له مخې فعالیت کاوه او ورسره تړلي وو.

    دا تړاو یواځې تر نظامي مرستو پورې محدود نه و، بلکې مالي تمویل، تبلیغاتي امکانات، پناه ځایونه، نظامي روزنه او ان د نړیوالو نهادونو له لوري سیاسي فشارونه هم پکې شامل وو. دا ټول ملاتړ د لویو خیانتونو په بدل کې ترسره کېده.

    په دې ډله کې اسماعیل خان چې د هرات پخوانی والي او له مخکښو جنګسالارانو څخه ګڼل کېده، یو له هغو څهرو څخه و چې له یوه بهرني لوري سره یې ښکاره اړیکې او تړاو درلودل.

    د شوروي پر ضد د جهاد له وختونو نیولې تر کورنیو جګړو او آن د جمهوریت تر کلونو پورې، له ایران سره د اسماعیل خان اړیکې یو داسې ښکاره لړۍ وه چې د عقل د خاوندانو له سترګو نه پټېده.

    کله چې د کمونستي رژیم له سقوط وروسته، اسماعیل خان په (۱۳۷۱ هـ ش) په هرات کې واک ته ورسېد، له ایران سره د اړیکو پراخول یې له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وګرځول.

    بل لوري ته بیا د ایران له لوري د اسماعیل خان پراخ مالي او سیاسي ملاتړ د دې لامل شو چې اوږده موده په هرات او د افغانستان په لوېدیځ کې خپل واک ته دومره ډیر دوام ورکړي؛ ځکه د ایران لپاره د اسماعیل خان شتون د هغوی د مشروع او نامشروع ګټو د تضمین معنا درلوده.

    همدا لامل و، چې کله به اسماعیل خان له جدي ګواښونو سره مخ شو او د ځان د ژغورنې بله لاره به یې پیدا نه کړه، خپل بادار (ایران) ته به یې پناه وړله.

    د بیلګې په توګه:

    • په (۱۳۷۴ هـ ش) کال کې، کله چې طالبان هرات ته ننوتل او ښار سقوط وکړ، اسماعیل خان ایران ته په تېښته مجبور شو.
    • دوهم ځل په ۱۳۷۷ کال کې د طالبانو له بند څخه تر تېښتې وروسته، بیا ځلې ایران ته ولاړ.
    • درېیم ځل په (۱۴۰۰ هـ ش) کال کې چې جمهوریت ړنګ شو او طالبان بیا هرات ته ننوتل، اسماعیل خان مجبور شو چې درېیم ځل بیا ایران ته پناه یوسي. ایران ته یې دا دوامداره تېښته، د ناورین په وخت ایران د اسماعیل د پناه ځای په توګه ښیي.

    ددې لړۍ په راتلونکو برخو کې به د اسماعیل خان او د ایران د حکومت ترمنځ پټې اړیکې نورې هم وڅېړو او د ایران د ګټو لپاره، د نوموړي له کړو فعالیتونو به پرده پورته کړو. ان شاء الله

    دوام لري…

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏د افغانستان او روسیې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول
    راتلونکي مقاله د یمن په بندرونو د اسرائیلي رژیم بریدونه؛ لږ تر لږه لس کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ پر صهیونیستي اهدافو د «وعده صادق-۳»…

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.