Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»امرالله صالح؛ د جمهوریت د استبدادي نظام وارث او د نړۍوالو دریځونو د تحریف لوبغاړی
    تورې څېرې

    امرالله صالح؛ د جمهوریت د استبدادي نظام وارث او د نړۍوالو دریځونو د تحریف لوبغاړی

    صابر افغانصابر افغان28 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې، لږ داسې پېښ شوي چې د امرالله صالح په حد کې څهرې، د جمهوریت تر نامه لاندې د استبدادي نظام په تثبیت او توجیه کې رول لوبولی وي.

    هغه په هغو کلونو کې چې د افغانستان رنځیدلو خلکو د وخت د مزدورې ادارې تر چتر لاندې سختې شپې او ورځې تیرولې، د لویدیځ لپاره د یو اغیزناکې مهرې په توګه، د جمهوري رژیم په امنیتي او سیاسي جوړښت کې کلیدي رولونه درلودل.

    د یادولو وړ ده چې د هغه تور شخصیت د احمدشاه مسعود د مکتب له روزل شویو څخه دی؛ هغه مکتب چې د لویو ادعاوو سره، سره یې افغان ټولنې ته د خاینانو، غلو او لوټمارانو پرته بل څه نه دي ورکړي.

    امرالله صالح له ۱۳۸۳ل کال څخه تر ۱۳۸۹ل کال پورې د ملي امنیت د عمومي رئیس په توګه دنده ترسره کوله؛ هغه ریاست چې د خپل نوم برخلاف، یواځې د بهرنیانو د ګټو تأمین او د دوی د لاسپوڅي رژیم د بنسټونو استحکام یې رښتینې موخه وه.

    په هماغه وخت کې، امرالله صالح د یو وفادار غلام په لباس کې، د خپلو لویدیځوالو بادارانو په مستقیم هدایت سره، خپله ټوله هڅه وکړه ترڅو د هغو کسانو غږ خاموش کړي چې د جمهوریت اصلي ماهیت یې پېژندلی و‌‌.

    هغه د لویدیځوالو فاسدو سیاستونو ته د خپلې وفادارۍ له ښودلو وروسته، له ۱۳۹۷ل کال څخه تر ۱۳۹۸ل کال پورې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو او له هغې وروسته، د ۱۳۹۸ل کال په ټاکنو کې د اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو.

    د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال مقام ته په رسیدو سره، اشرف غني د «کابل د امنیتي طرحې» مستقیم مسؤلیت ورته وسپاره؛ هغه مسؤلیت چې لویې مالي سرچینې او پراخ صلاحیتونه یې په اختیار کې وو. خو د ښاریانو د ناورین او امنیتي وضعیت د ښه کولو پرځای، له دې مسؤلیت څخه د فساد او ملي بودیجو د غلا د وسیلې په توګه کار واخیست.

    صالح په همدې اندازه چې د دې خاورې د دښمنانو په خدمت کې ثابت او نه بدلیدونکی دریځ درلود، د بهرني ملاتړ په وړاندې یې تل دوه‌ګونی چلند درلود؛ لکه څنګه چې د جمهوریت په وخت کې یې د لویدیځوالو په ځانګړې توګه د امریکا او ناټو د مداخلې ملاتړ کاوه او هغوی یې «د ډیموکراسۍ تضمینونکي» بلل، خو د کابل له سقوط وروسته یې هماغه هېوادونه په خیانت تورن کړل.

    هغه د جمهوریت په تورو او تیارو ورځو کې، په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د دوحې پر تړون نیوکه کول، په ورته وخت کې یې د امریکا د پوځي او مالي ملاتړ د دوام هرکلی کاوه؛ داسې یو څرګند تناقض چې د هغه شخصي مصلحت پالنه ښیي.

    امرالله صالح هم د جمهوریت د ړنګ‌شوي رژیم د ډیری چارواکو په څیر، په ژبني، قومي او تشکیلاتي انحصارګرۍ کې مهم رول درلود. هغه په حکومت کې د خپل حضور په وخت کې هڅه کول خپل نږدې کسان په مهمو امنیتي او دولتي بستونو کې ځای پر ځای کړي او په مقابل کې یې هغه کسان چې د ده قومیان یا هم ژبي نه وو، لیرې کړي؛ هغه ناسم تعصبات چې پخپله د خلکو له فاسدې حکومتي دستګاه څخه د لیرې والي اصلي عامل ګڼل کیدل.

    له ملي کچې څخه هاخوا، په نړۍواله کچه هم امرالله صالح هیڅکله ثابت دریځ نه درلوده، بلکې په هر ځای کې چې یې خپلې ګټې لیدلې، هغې خوا ته یې میلان کاوه او د هغې ستاینه به یې کول. له همدې امله که د جمهوریت په دوره کې وي او که لویدیځو هیوادونو ته له تېښتې وروسته، د هغه دریځونه تل د شخصي ګټو پر بنسټ بدلیدل؛ کله یې د یو هېواد ملاتړ کاوه او کله یې د بل هېواد.

    په پایله کې باید ووایو چې امرالله صالح د داسې سیاستمدار سمبول دی چې نه تنها په کورني ډګر کې، بلکې په نړۍوالو اړیکو کې هم د خپلو شخصي ګټو او مصلحتونو قرباني شوی او د افغانستان د خلکو له واقعي ارزښتونو او هویت څخه یې فاصله اخیستې ده؛ له همدې امله په انحصارطلبۍ، په دریځونو کې په دوه مخۍ او له قومي او ژبنيو اړیکو څخه یې په ناوړه ګټه اخیستنې سره، د هېواد او خپلو خلکو لپاره د ښه راتلونکي پرځای، یواځې د بحرانونو دوام او د تفرقه‌اچونې زیاتوالی راوړی دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهدوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست د قطر د سوداګرۍ خونې له عمومي مشر سره کتلي
    راتلونکي مقاله مولوي نورجلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره د کتلوي معافیت د جوړې شوې پالیسۍ پر تطبیق خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    امرالله صالح د سیمه‌ ایزې ستراتیژیکې زړورتیا غوښتونکی دی؛ خو خپله د غلامۍ مخینه یې هېره کړې

    8 جون 2025

    قوم پالنه او نمایشي ائتلافونه؛ د نسکور شوي رژیم چارواکي د شخصي واک په لټه کې دي

    8 جون 2025

    د افغانستان د بې ثباتۍ ناکامه هڅې او د مخالفو ډلو کاواکه حالت

    7 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 8 جون 2025

    امرالله صالح د سیمه‌ ایزې ستراتیژیکې زړورتیا غوښتونکی دی؛ خو خپله د غلامۍ مخینه یې هېره کړې

    امرالله صالح په یوه یادداښت کې د ایکس پلټ فارم پر «شبیخون» پاڼې خپور کړی،…

    د شمالي افریقا د پنځو هېوادونو اووه زره کسیز کاروان سبا دوشنبه د غزې په لور حرکت پیلوي

    8 جون 2025

    ټرمپ: له ماسک سره یې اړیکې پای‌ته رسېدلي

    8 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امرالله صالح د سیمه‌ ایزې ستراتیژیکې زړورتیا غوښتونکی دی؛ خو خپله د غلامۍ مخینه یې هېره کړې

    8 جون 2025

    د شمالي افریقا د پنځو هېوادونو اووه زره کسیز کاروان سبا دوشنبه د غزې په لور حرکت پیلوي

    8 جون 2025

    ټرمپ: له ماسک سره یې اړیکې پای‌ته رسېدلي

    8 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،952 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،882 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،873 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.