په تېرو دوه لسیزو کې جمهوریت د افغانستان لپاره د یوه عصري، ټول منلي او د ملت د یووالي د نظام په توګه معرفي شو، خو عملي تجربې وښوده چې دا نظام نه یواځې د افغانانو د یووالي محور ونه ګرځېده، بلکې د سیاسي، قومي، ژبنیو او ګوندي اختلافاتو د ژورتیا سبب شو. د جمهوریت د ناکامۍ علل، د هغې د بڼې نیمګړتیاوې، د نړۍوالو رول او د ولس د ناورینونو یادونه، موږ ته یوه توره او بدمرغه دوره ياد ته راولي. په افغانستان کې جمهوریت تر ډېره د بهرنیو قوتونو له خوا راوړل شوی مصنوعي چوکاټ و، نه د ولس د ارادې طبیعي نتیجه؛ د خلکو که خوښه وه او که نه، جنګ سالاران یې په رأس کې راوستل او شل کاله یې ملت د غم په ټغر کینولی و.
له ۲۰۰۱م کال وروسته جمهوریت، د امریکا او ناټو په مستقیم ملاتړ رامنځ ته شو، اساسي قانون، ادارې، انتخابات او پارلمان دا ټول د لویدیځو موډلونو پر بنسټ جوړ شوي وو، خو له افغاني واقعیتونو، ارزښتونو او تاریخ سره یې ژور تضاد درلود. د دې نظام له پیل سره د واک انحصار، فساد، د انتخاباتي شفافیت نشتوالی، د قومي او ژبنیو مسائلو سیاسي کېدل او د ولس له ژوند سره د اړیکې پرې کېدل، هغه عوامل وو چې جمهوریت یې له ولس څخه جلا کړ.
د یو شمېر سیاسي څهرو په دریځ او تازه بیانونو کې د نظر له مخې هڅه کېږي، چې جمهوریت د افغانانو د یووالي لپاره یو چتر معرفي شي. دا لیدلوری د لا شعور له حافظې سرچینه اخلي، د عملي تجربې او تاریخي ناکامیو په رڼا کې، دا ډول دریځونه له واقعیتونو لیرې ښکاري، ځکه ولس جمهوریت نه د خپلواکۍ نښه ګڼل، نه د عدالت او نه هم د یووالي؛ بلکې د پاشلتیا، نابرابرۍ او بې باورۍ د سمبول په سترګه ورته ګوري.
د جمهوریت تر ټولو ستر دښمن فساد و. د لوړپوړو چارواکو د غلاوو، د قراردادیانو مافیا، قومي او ژبنيو سیاستونو، د واک د وېش پر مهال د قومي توازن او ژبنیو امتیازاتو سیاست حاکم و، دې کار د ملت پر ځای، قومونه مرکز وګرځول. هېواد مو په غیر مستقیم ډول تجزیه شوی و. جمهوریت چې د سکولریزم بڼه یې لرل، د افغانستان له دیني ارزښتونو سره په ټکر کې و. جمهوریت له افغاني ارزښتونو څخه لیرې یوه تقلیدي کاپي وه او کار یې ورنه کړ.
د جمهوریت تجربه، سره له دې چې نړۍوال ملاتړ ورسره و، خو د ولس له ملاتړ پرته ناکامه شوه. دا موږ ته ښيي چې سیاسي نظامونه باید له ټولنیز واقعیت، دیني ارزښتونو، تاریخي حافظې او ملي وجدان سره سمون ولري. د جمهوریت بدیل وړاندې کوونکي بهر میشتي چارواکي او د هغوی د صف ملګري اوس هم وخت لري، چې عبرت واخلي او هغه زخمونه او دردونه یو ځل بیا را تازه نه کړي، کوم چې دې ځورېدلي ملت ته جمهوریت تحفه کړل.
د دوی دغه ډول عارفانه تجاهل او دا له یاده ایستل، چې جمهوریت په یو ناورین پای ته ورسېد، له لوړو چارواکو نیولې، تر ولسوالانو او ټیټې کچې پورې، د رشوت، واسطې، قراردادي چور او د پروژو د درغلۍ ښکار وه. د نړۍوالو میلیاردونه ډالر یا حیف و میل شول، یا د زورواکو جېبونو ته لاړل. د جمهوریت تر چتر لاندې، ډېر جنګ سالاران، قاچاقبران او د بشر حقونو پخواني ناقضین واک ته ورسېدل. دې خلکو د نظام د پیاوړتیا پر ځای، شخصي ګټې او د خپلو سیمو سلطه تعقیبول او یو نا مستقل نظام یې منځ ته راوستلی و. له بهرنیو قوتونو پرته یې د یوې ورځې حکومت کولو تومنه نه درلوده، د وروستي یرغلګر له وتلو سره دوی هم د تشناب په څپلیو کې له خپل ولس څخه پښې سپکې کړې او اوس یو ځل بیا تر ټولو ښه حل په هماغه ناورینونو کې ویني؛ د ملت چې هر حال وي، خو چې د دوی چور او تالان یو ځل بیا جریان ومومي، اوبه خړې کړي او ماهيان پکې ونیسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.