له تېرو شاخوا ۶۰۰ ورځو راهیسې د صهيونيستي اشغالګرو له لورې د فلسطين پر ولسونو سخت ظلم او تجاوز روان ده. د لسګونه زره بې ګناه ښځو او ماشومانو له شهادت سربېره یې د غزې کورونه او ښارونه په کنډواله بدل کړل. د غزې ولسونه د مظلوميت په هغه حد کې دي چې ماشومان يې له لوږې خپل ژوند له لاسه ورکوي. يادې خونخوارې تراژیدۍ د نړۍ غافلو زړونو ته لا هم لار نه ده کړې او تش په نوم اسلامي هېوادونو یې په ډېره خاموشۍ يواځې ننداره کوي.
غزې موږ ته دا راوښودله چې د بشر حقونو دعوه داران، شرقي او غربي هېوادونه، د خوړو، عدالت او د ملګرو ملتونو سازمانونه څومره بې عدالته، دوه مخې او له انصافه لیرې ادارې دي چې د غزې پر روان وحشت یې سترګې ړندې او پر روانو مظالمو خاموش پاتې دي.
بل لور ته تش په نوم اسلامي هېوادونه او د اسلامي همکاریو سازمان چې د اُمت د استازيتوب دعوه کوي، عمل یې تنها تر غونډو او هغه اعلاميو پورې محدود دی، چې اکثره وخت تشې خبرې، بې عمله او ډراماتيک نمايشونه وي او هر وخت د ولسونو د غولولو لپاره له سیاسي منافقت څخه کار اخلي او اعلامیې خپروي.
تاریخ ته په کتو، هغه څه چې د فلسطین پر خلکو راغلي، هغه څه دي چې د افغانستان پر خلکو هم تېر شوي دي. فلسطین هم کلونه، کلونه د استعماري زبرځواکونو لخوا مستعمره شوی او له بده مرغه په پای کې په دسیسو او زرهاوو مکرونو او چلونو سره، لويې بريتانيا د یهودیانو په وسیله د فلسطین خاوره د تل لپاره اشغال کړه.
د افغانستان د خلکو په څېر د فلسطین د ولس تاریخ هم د اشغالګرو پر وړاندې له مقاومت څخه ډک دی. کابو اته لسیزې کېږي چې د نړۍ قدرتونو لاسونه سره یو کړل او یهودیان یې د فلسطین د خلکو په ژوند کې د دایمي مزاحم او اشغالګر په توګه ورګډ کړل.
د افغانستان او فلسطین د خلکو په شان هیڅ ملت ګډ او ورته برخلیک نه لري. که څه هم افغانستان او فلسطین له جغرافيايي پلوه له يو او بل سره لیرې پراته دي، خو د حيرانتيا خبره دا ده چې يو شان او دقيق برخليک او تاريخ لري. له همدې امله د تاریخ په اوږدو کې د ټولو هغه ملتونو او ټولنو له جملې څخه چې د فلسطین په ملاتړ یې خپل غږ پورته کړی، د افغانانو غږ ډېر رښتینی، مشخص او بې له شکه د درک وړ دی.
افغانانو چې خپله د انګريزي، روسي او امريکايي يرغلونو او ظلمونو اوږد تاريخ تېر کړی، خو د فلسطیني ولس غم یې نه دی هېر کړی بلکې د فلسطيني مظلوم ولس درد تر هر چا ښه درک کولی شي، ځکه چې افغانانو همداسې بمبارۍ، بې کورۍ، لوږې، تندې او مهاجرتونه ليدلي او د يتيمانو آه و فغان یې اوس هم پر ذهنونو لکه د خپسې منګولې لګولې او د ميندو اوښکې یې د تاريخ برخه ګرځېدلي دي.
موږ د غزې هره پېښه په اوښکو بدرګه کوو/ کړې او پر مظلوميت مو یې زړونه داسې ناقراره دي لکه له مور چې اولاد ورک شي، خو دا لالهانده د خپل ورک بچي په لټه کې هر لور ته منډې وهي، خو څه په لاس نه ورځي او د وخت په تېرېدو یې هيلې مړاوې کېږي او د بیا راتلو ارمان یې ګور ته له ځان سره وړي. غزه هم زموږ په وړاندې له همدې ورته پړاو څخه تېرېږي او د بدن يوه برخه مو همداسې له وجود په شړېدو ده، خو موږ یې په علاج کې ناتوانه يو.
غزه هماغه کمزورې او د بې وسه ولس سیمه ده چې د زرګونه بې ګناه شهيدانو په وينو چې اکثره یې ماشومان، ښځې او عام وګړي دي، خړوبه شوې ده، خو نن د يهودو له لورې د ظلم، اشغال او نسل وژنې قرباني ده. د غزې آه او فرياد بايد نور د مسلمانانو ضميرونه راويښ کړي ترڅو په غزه کې روان وحشت او نسل وژنه پای ته ورسېږي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي، چې مسلمانان د یوه جسد په څېر دي، که پر يوه غړي یې درد شي، نو ټول بدن بې قراره وي. غزه هم د دې جسد (اُمت) يوه برخه ده، نو د هغې پر مظلوميت باندې چُپ پاتې کېدل له اسلامي ورورولۍ سره ستره جفا او خيانت دی. غزه يواځې جغرافیه نه ده، بلکې دا د مسلمانانو لومړۍ قبله او د اُمت مشترک درد او امانت دی چې باید مسلمانان یې مرسته وکړي او نړۍ ته یې غږ ورسوي.
نن ورځ په افغانستان کې د جوماتونو امامان، ليکوالان، شاعران، افغان ځوانان او د قلم خاوندان د لبیک یا اقصیٰ او د مظلومې غزې په حق کې په ټولنيزو رسنيو کې د غزې اړوند مستند، باوري او دردناکې ويډيوګانې او معلومات خپروي، غم شریکي کوي او پر ټوله نړۍ د ویښتیا غږ کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.