Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د غرب د استخباراتي اجنډاوو خطیب او د قدرت لپاره د وجدان پلورونکی
    تورې څېرې

    د غرب د استخباراتي اجنډاوو خطیب او د قدرت لپاره د وجدان پلورونکی

    صابر افغانصابر افغان3 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان د اشغال او جمهوريت په سيوري کې يواځې د زېربناوو د تخريب او نسل وژنې تر خونړي توپان نه دی را تېر شوی، بلکې اشغال او جمهوريت دلته د خلکو روان وځپه، عقیدې یې ولوټلې، وجدانونه یې له ښوره واچول او له تسخير او غفلت سره يې عادي کړل، د ډېرو خلکو څهرو ته یې څو، څو رنګونه ورکړل او د ډېريو د سینو په کروندو کې يې له خپل دين، هويت او خلکو سره د دښمنۍ او عُقدو تخمونه وکرل.

    پر افغانستان د امريکايي شل کلن یرغل په موده کې خپله د اشغال، جمهوريت، عُقدو او ماديت پرستۍ له امتزاج څخه را پيدا شوي یو شمېر داسې کسان هم را برسېره شول چې د دين، فتوا او مذهب تر نامه لاندې یې د غرب لپاره د تبليغاتي دستګاوو رول ولوباوه، له دې ډلې يو هم حبيب الله حسام دی، چې د مقاومت جبهې د علماؤ شورا د مشر په توګه ځان معرفي کوي، خو عملًا د بهرنيو استخباراتي اجنډاوو د پلې کولو لپاره د خطابت د مسلک لوري ته سوق شوی دی.

    که څه هم د نوموړي پر ژبه اسلامي اصطلاحات ګرځي، خو د دغو اصطلاحاتو له اصلي مفاهيمو څخه تېری کوي او له همدې لارې په خلکو کې د فتنې د خپرولو لپاره دوامداره هڅې کوي او ډېری شرعي اصطلاحات د خپلو سیاسي او عُقدوي موخو لپاره تحریفوي، چې دا یوه خطرناکه لوبه ده، ځکه مذهبي ژبه که د عُقدې، سیاسي او استخباراتي موخو او شخصي غچ اخیستنې وسیله شي، نو بيا دا چاره د فتنې ښکاره بڼه ده.

    حسام، چې ځان د یوه‌ روحاني شخص او ديني عالم په توګه تمثیلوي، په عمل کې د بهرنيو استخباراتو د تبلیغاتي ماشین یوه برخه ده. هغه د خپلو وروستیو څرګندونو له لارې هڅه کړې چې سرپرست حکومت سيمې، نړۍ او افغانانو ته د کړنو، اعتقاد او نظريې له پلوه د داعش غوندې ګواښ معرفي کړي، چې له دې کړنې يې د بهرنيو استخباراتو د اجنډا د يوې برخې عملي کېدا برېښي، ځکه له دې وړاندې حسام په خپلو څرګندونو کې وخت ناوخت داعش تکفيري ډلې ته لابيګري کړې ده او د داعش پر وړاندې يې د سرپرست حکومت له خوا عمليات او هدفي بريدونه تر نيوکو لاندې نيولي او سرپرست حکومت يې په دې کار په بې انصافي تورن کړی دی.

    حسام چې دا مهال په غرب کې له هر راز ټولنیزو او اقتصادي اسانتیاوو او د ارام ژوند له خوندونو څخه برخمن دی، له هماغه خوندي چاپېریاله، د اور او باروتو د فلسفې تبليغ کوي، افغانان جګړې ته هڅوي او له همدې لارې غواړي خپلې عُقدې سړې کړي او خپلې موخې وپالي، په داسې حال کې چې خپلو قومونو ته د جګړې فتوا ورکوي، خو خپله یې له جګړې او جسماني تماس ترمنځ واټن زرګونه کیلومتره ته رسېږي.

    د غرب له امن، قانون او هوساینې څخه خوند اخیستل او بيا له هغه ځایه د جګړې، تکفیر او بغاوت تبلیغ، نه یواځې د منافقت نښه ده، بلکې له هغه اجنډاوو سره تبليغاتي همغږي ده چې غرب يې غواړي، د همدې لپاره يې مصارف کړي او خلک یې ور ته روزلي دي.

    د حسام وروستۍ څرګندونې خورا واضحې دي، نه پکې ملي خیر ته کومه اشاره شته او نه هم د اصلاح نیت ته؛ دا یو ډول شخصي عقده‌ييز خطابت دی، چې هدف یې دا نه دی چې ملت له ناخوالو وژغورل شي، بلکې هدف یې دا دی چې د واک معادله بېرته داسې شي چې نوموړی پکې مطرح رول ولري. د هغه نیوکې نه له خواخوږۍ، نه له تقوی او نه هم له ملي مصالحو سره تړاو لري، نوموړی يو د هغه خلکو له جملې دی چې قدرت ته د رسېدو لپاره په وجدان، اصولو او حتی دین هم معامله کوي.

    په پای کې باید وویل شي چې حبيب الله حسام نه د اصلاح غوښتونکی دی او نه هم د دین نمائنده، بلکې د غرب د اجنډاوو يو خطيب دی، چې د قدرت لپاره يې د تکفیر له ژبې، د مذهبي تفرقې له روحیې او د شخصي عُقدو له احساساتو کار اخیستی. دا ډول څهرې که په ملت کې نه بربنډېږي، نو د ولس فکري سلامتیا ته به يو ستر تهدید وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره کتلي
    راتلونکي مقاله د پاکستان د کراچۍ ښار له مرکزي زندان څخه شاوخوا دوه سوه بندیان تښتېدلي

    مربوطه لیکنې

    د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه

    11 جون 2025

    امرالله صالح د سیمه‌ ایزې ستراتیژیکې زړورتیا غوښتونکی دی؛ خو خپله د غلامۍ مخینه یې هېره کړې

    8 جون 2025

    قوم پالنه او نمایشي ائتلافونه؛ د نسکور شوي رژیم چارواکي د شخصي واک په لټه کې دي

    8 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 11 جون 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست تهران کې له خپل ایراني سیال سره کتلي

    په کابل کې د ایران سفارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د عامې روغتیا وزارت…

    د لوړو زده کړو وزارت: د تاتارستان دوه مهم پوهنتونونه د افغانستان له مخکښو پوهنتونونو سره علمي او څېړنیزې هوکړې لاسلیکوي

    11 جون 2025

    د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه

    11 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست تهران کې له خپل ایراني سیال سره کتلي

    11 جون 2025

    د لوړو زده کړو وزارت: د تاتارستان دوه مهم پوهنتونونه د افغانستان له مخکښو پوهنتونونو سره علمي او څېړنیزې هوکړې لاسلیکوي

    11 جون 2025

    د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه

    11 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.