Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي
    راز

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    صابر افغانصابر افغان3 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه له پيله د ملي مقاومت په نوم شوری له مهمو جريانونو څخه وه او د شوری په تصاميمو، سفرونو، د شوری او د سيمې او نړۍ د استخباراتي سازمانونو سره د پټو ملاقاتونو او تازه انکشافاتو کې يې مهم رول لوباوه، خو په دې شوری کې د عطا محمد نور او دوستم په شان کسان هم موجود وو چې له احمد مسعود سره يې اختلافات او ژوره عقده اوس هم لا موجوده ده.

    د هندوکش غږ موندنې ښيي چې احمد مسعود په دې فکر دی چې په شوری کې راټول شوي ټول پخواني رهبران د ده په اصطلاح «تاريخ تير» او نور د دې وړ نه دي چې د افغانستان په قضيه کې دې حساب پرې وشي، خو عطا محمد نور او دوستم هغه ته د يوه «متکبر، خود خواه، بې احترامه او لوېدلي شخص» په سترګه ګوري، دواړه لوري د څو نورو لاملونو له امله يو پر بل سخت بدګومانه دي تر دې چې دا بدګوماني په يو حقيقت بدله شوې.

    د هندوکش غږ د سرچينو له قوله څه موده وړاندې فضل احمد معنوي چې د مقاومت جبهې د رهبري شوری غړی او يو له مخکښو څهرو څخه دی او د مقاومت شوری غړيتوب يې هم درلود؛ د شوری په مجلس کې د عطا محمد نور له لوري په دې وجه له سختو او عقده‌يي پوښتنو سره مخ شو چې ګواکې نوموړی طالبانو ته جاسوسي کوي، سره له دې چې فضل احمد معنوي د خپل ځان په اړه سپيناوی ورکړ، خو د عطامحمد نور شکونه لا پر ځای پاته وو او نږدې دوه مياشتې مخکې يې بالاخره فضل احمد معنوي دې ته مجبور کړ چې شوری پرېږدي.

    له دې وروسته په يو ناڅاپي او حيرانوونکي اقدام کې مقاومت جبهې او د صلاح الدين رباني په مشرۍ د عطا محمد نور رقيب جميعت ګوند له ملي مجمع څخه خپل پرېکون اعلان کړ، خو په نا اعلان شوې توګه يې د مقاومت جبهې سره هم خپلې هر ډول اړيکې پرې کړې. سره له دې چې مقاومت جبهې او اسماعيل خان په ښکاره ډول د شوری څخه خپل پرېکون د شوری نورو غړو ته نه دی ابلاغ کړی، په بل عبارت تر اوسه د شوری غړي بلل کيږي، خو څه موده مخکې ايران ته د محقق په مشرۍ د مقاومت شوری د هيئت په سفر کې د مقاومت جبهې او اسماعيل خان څخه هيڅ ډول نظر او مشوره وانه خيستل شوه.

    پر دې سربېره په شوری کې د احمد مسعود يوازينی پاته ملګری حضرت علي چې له مخکې په ايران کې موجود و؛ په جريان کې وانه چول شو او نه ورسره هيڅ ډول مشوره وشوه، چې دا عمل د حضرت علي له سختو نيوکو سره مخ شو او له دې سره سم د احمد مسعود له لوري ايران ته بېړنی سفر ترسره شو چې دا د مقاومت شوری په وړاندې يو ډول اعتراض او غبرګون وبلل شو.

    تازه د هندوکش غږ موندنې ښيي چې مقاومت شوری حضرت علي د احمد مسعود، صلاح الدين رباني او اسماعيل خان لست ته شامل کړی دی او ښايي ډېر ژر يې د انزوا له سياست څخه په استفادې له شوری څخه وتلو ته اړ کړي.

    د يادونې وړ ده چې مقاومت شوری اوس مهال د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهه، د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جميعت ډله او اسماعيل خان خپل اصلي رقيبان بولي او تر منځ يې اختلافات نور هم په زياتېدو دي، په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د مقاومت شوری تلونکی هيئت به هم د احمد مسعود، صلاح الدين رباني او اسماعيل خان په وړاندې يوه رقابتي بڼه ولري.

    مخکینۍ مقالهد امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وزير شيخ محمد خالد حنفي: اسلام په شخصي حريم د تېرې اجازه نه ورکوي، محتسبين دې له اجازې پرته د چا موبايل او جېب نه ګوري
    راتلونکي مقاله د سويډن، ناروې او ډنمارک هېوادونو يوه پلاوي د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025

    احمد مسعود از مشهد به سوی تهران؛ برای دیدار با ربانی و دیگر رهبران برنامه‌ریزی می‌کند

    19 مې 2025

    مقاومت که رقابت؟ ایران ته د احمد مسعود بېړنی سفر د داخلي اختلافاتو انځور

    16 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جون 2025

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې…

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست: د اختر په ورځو کې تر ۱۰۰زره زیاتو سیلانیانو له پنجشېر څخه لیدنه کړې

    10 جون 2025

    مولوي سیف‌ الاسلام خیبر: هغو مېله‌والو چې تېره ورځ یې نورستان ولایت کې بې‌نظمي کړې وه، د امربالمعروف ریاست او امنیه‌ قومندانۍ په ګډو هڅو نیول شوي

    10 جون 2025

    د اتریش په یوه ښوونځي کې وسله‌وال برید شوی چې په ترڅ کې یې لس تنه وژل شوي

    10 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،953 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،885 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،877 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.