ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۱ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د پروان او پنجشېر په امنیتي حوزو کې جذب شوي ۶۶۱ پولیس له مسلکي زدهکړو فارغ شول.
۲_د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست د قطر سرې میاشتې له استازي سره کتلي.
۳_د اوبو او انرژۍ متخصص نظيم سمون: د نن سبا جګړو کې ټوله اتکا په مصنوعي ځيرکتیا سمبالو وسلو ده چې دقت او ګوزار یې فوق العاده او انساني مصرف یې کم دی.
۴_ترکمنستان له افغانستان سره خپلې ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي.
۵_د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په توګه پلوري.
۶_پکتيا کې له يو تن حرفوي سوالګر سره څه باندې ۲۲۰ زره افغانۍ نيول شوي.
- [ ] سیمه:
۱_د ایران پوځ: که امريکا یې پر هېواد د برید لپاره له سيمهيیزو هډو کار واخلي، ټولې به له خاورو سره خاورې کړي.
۲_د انټرنشنل خبريال تاجالدين سروش: ايران د اسرائيلو پر وړاندې له ډېرو تبليغاتو او رواني جګړې کار اخلي چې دا منصفانه نه ده.
۳_ایران د اسرائیلي رژیم F-35 جنګي الوتکه نسکوره کړې.
۴_د ايران مذهبي مشر علي خامنهای ټرمپ ته: له ګواښونو مو نه ډارېږو، په موږ يرغل به نه جبرانېدونکی زيان درواړوي.
- [ ] منځنی ختیځ:
۱_واشنګټن پوسټ: اسرائیل د امریکا له ملاتړ پرته یواځې د ۱۲ ورځو لپاره د توغندیو د شنډولو وړتیا لري. - [ ] نړۍ:
۱_روسیې د ایران او اسرائیلي رژیم ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی.
۲_روسيه: امريکا دې اسرائيلو سره مستقيمه نظامي مرسته څه چې حتی فکر هم نه کوي، کنه پايله به یې خطرناکه وي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.