احمد مسعود بهرنیو هېوادونو ته د زاریو په لړ کې یو ځل بیا په فرانسه کې، د دغه هېواد له یو شمېر سیاسي اشخاصو او پخوانیو چارواکو سره لیدنې کړې دي، مسعود تلاښ کوي د دغه لیدنو او غونډو له لارې د مقاومت جبهې لپاره نړۍوال ملاتړ را جلب کړي. مسعود آن له یو ښاروال سره لا هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه(!) شریکه کړې او د افغانستان د وضعیت په اړه یې ناسم معلومات تبلیغ کړي دي.
له بهرنیو هېوادونو څخه د نوموړي د مرستې غوښتنې لومړۍ ورځ نه ده، بلکې له کله چې په ۲۰۲۱م کال کې نوموړي او د هغه خاین ټیم له افغانستانه تېښته کړې ده، له بهرنیو هېوادونو، استخباراتي ادارو او چارواکو څخه د ملاتړ غوښتنې کوي؛ دا غوښتنې د نوموړي د کورنۍ میراث دي، خو باید درک کړي چې دغسې غوښتنې د تل په څېر د مقاومت جبهې مشروعیت تر سوال لاندې راولي.
مقاومت جبهه د یو مشروع نظام په وړاندې د نامشروع جګړې لپاره آن له اسرائیلو هم د مرستې غوښتنه کوي او په افغانستان کې د اوسني حاکمیت په وړاندې د اسرائیل په شمول د فرانسې او یو شمېر نورو هغه هېوادونو هر اړخیزې مرستې هم مني، چې په افغانستان کې د دوی د سترګو په وړاندې له شرمنده ماتې سره مخ شول او له ټولو عصري او پرمختللو ټکنالوژیو، ستراتیژۍ او روزل شویو پوځونو سره له هېواده وایستل شول.
په بل اړخ کې د احمد مسعود دغه ټولې هڅې ځکه بې ځایه دي، چې یو خو احمد مسعود او د جبهې غړي یې په افغانستان کې فزیکي حضور او تر واک لاندې یوه لوېشت خاوره لا هم نه لري، بلکې ډېری یې په اروپا، امریکا، ترکیه، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې مستریح ژوند کوي، همدا راز نړۍواله ټولنه د سرپرست حکومت د په رسميت پېژندلو او یا له هغوی سره د ډیپلوماټیک تعامل پر محور تمرکز کوي، چې دې چارې د مقاومت جبهې نړۍوال ملاتړ محدود کړی او دغه جبهه یې منزوي کړې ده.
په نړۍواله کچه سیاسي جیوپولیټیکې لوبې هم د مقاومت جبهې ملاتړ له ځینو هېوادونو څخه په مستقیم ډول محدود کړی دی، خاص بیا ایران، روسیې او چین سرپرست حکومت تر اوسه په سیمه کې د مشروع واکمن حکومت په توګه منلی او بالعکس بیا د مقاومت جبهې له ملاتړه فاصله اخلي.
مګر که بیا هم د مقاومت جبهې لپاره بهرنی ملاتړ هر څومره ډیر او په لوړه کچه وي، کومه خاصه ګټه یې نه ورته رسېږي، ځکه یو خو د دغه جبهې د ننه داخلي یووالی له ننګونو ډک دی او بل بیا له نورو مخالفو ډلو سره هم همغږي او یووالی نه لري، د دوی پاشلتیا او د بېلابېلو ډلو ترمنځ اختلافات د سرپرست حکومت پر وړاندې د یوې قوي او متحدې مبارزې خنډ دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.