د آزادۍ، مقاومت او نورو په نوم راټولو شویو ډلو کې ټولې هغه منفورې څهرې دي چې د ملت له اُمیدونو، دیني او ملي ارزښتونو سره یې بې باکه او سپک چلند وکړ، دوی په خپلو اعلامیو کې اسلامي شریعت، حجاب، امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته «تبعیض» وايي، همدا څرګندونې یې له دین څخه په بې خبرۍ او لیرې والي دلالت کوي.
د جمهوریت پر مهال د افغانستان ملي حاکمیت شتون نه درلوده، په کوچنیو ولسوالیو کې د قدرت لویې جزیرې جوړې شوې وې، له ښځو څخه د نفسي خواهشاتو او تجارتي آلو په حیث استفاده کېدله، د انتخاباتو پر وخت د ملت په رایو د شخصي منافعو لپاره معاملې کېدلې او د افغانستان د جغرافیوي وېش په لټه کې وو.
ټول جمهوریت د افغانستان په ۳۰ سلنه خاوره بشپړ حاکمیت نه درلوده، د جمهوریت کلیدي افرادو د نورو هېوادونو لپاره کار کاوه، په دولتي چوکاټ کې ځینې تش په نامه ادارې فقط د جمهوریتي مشرانو د زامنو لپاره جوړې شوې وې، تر څو په اِن ټي اې بستونو کې مقرر او لوړ معاشونه واخلي، د افغانستان ۷۰ سلنه خلک د دولت له ابتدایي خدماتو څخه محروم وو، ایا همدا مشروع نظام و!؟ ایا ټول ملت خپل ځان په نظام کې لیدلای شوای!؟
د سرپرست حکومت ټول افراد د ملت له منځ څخه را ټوکېدلي دي، د ملت رښتينې اراده تمثیلوي، مشروع حاکمیت لري، دا حاکمیت ثابته کړې ده چې له تبعیض څخه لیرې دی؛ دغه نظام قوي ملي حاکمیت رامنځ ته کړی دی. همدا حاکمیت ته هیلې شته چې افغانستان به د نړۍ له سیالانو سره سیال کوي او د ملت امیدونه به په حقیقت بدلوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.