شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، د دغه ولایت په ګوشتې، لعلپورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالیو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونه له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.د سرچینې د معلوماتو لهمخې، د دغو اورښتونو او سېلابونو له امله دوه ماشومان شهیدان شوي او له ۵ زره جریبه کرنیزې ځمکې سربېره ۲۸۰ کورونه هم تخریب شوي دي.ویل شوي چې ننیو سېلابونو تر ټولو ډېر زیانونه په ګوشتې ولسوالۍ کې اړولي، چې ۲۵۰ کورونه ویجاړېدو سربېره یې نږدې ۳زره جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه وړې ده.