Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د تورغونډۍ–هرات وسپنې پټلۍ پروژې کې د قزاقستان له‌خوا د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې هوکړه‌لیک لاسیک شو
    افغانستان

    د تورغونډۍ–هرات وسپنې پټلۍ پروژې کې د قزاقستان له‌خوا د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې هوکړه‌لیک لاسیک شو

    صابر افغانصابر افغان10 جولای 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۹مه) ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر «مرات نورتلیف» سره په کتنه کې د سوداګرۍ، ترانزیټ، وسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي برادر په دې کتنه کې د افغانستان او قزاقستان اړیکې مثبتې او د پرمختګ په حال کې بللي او زیاته کړې یې ده چې ا.ا له قزاقستان سره د هغو همکاریو د پراخېدو لپاره کار کوي، چې د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لامل ګرځي.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال قزاقي لوري ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کولای شي د یوه مؤثر ترانزیټي دهلېز په توګه، قزاقستان ته دا زمینه برابره کړي چې خپله انرژي‏ د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدوي.

    بل‌خوا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دوی په نړیوال سټیج کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او ویني چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د ګډو همکاریو‏ او نږدې کار کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

    نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې چمتو دی چې د هرات – تورغونډۍ وسپنې پټلۍ پروژه کې عملاً د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پيل کړي.

    هغه افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتوالي، د قزاقستان بازارونو ته‏ د افغانستان د کرنیزو محصولاتو انتقال او د قزاقستان په ازادي او زمان بانکونو کې د افغاني بانکونو د حسابونو پرانیستلو ته له خپل لوري چمتووالی هم څرګند کړی دی.

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي برادر د هرات – تورغونډۍ وسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له پانګونې هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره مهم ګام یاد کړی دی.

    د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې د دواړو لورو ترمنځ د هرات – تورغونډۍ وسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې د پيل په موخه هوکړه‌لیک هم لاسلیک شوی دی.

    مخکینۍ مقالهامنیتي ځواکونو ننګرهار کې یو تن د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغوره
    راتلونکي مقاله د سرپرست حکومت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند: پر ايراني مسؤولينو غږ کوم چې د افغان مهاجرينو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وکړي

    مربوطه لیکنې

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    سرپرست حکومت: غزه کې د اسرائیلي رژیم له‌ لوري د مرستو څخه د لومې په توګه کار اخیستل په کلکو ټکو غندو

    20 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    20 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،920 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.