د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکسپاڼه اسلام اباد کې د امریکا سفارت د هغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په پاکستان کې د ۴۶۳ کیلوګرامه کریسټال مېت نیول شوي توکي افغانستان پورې تړل «بېبنسټه او سیاسي انګېزه لرونکې ادعا» ده او د دغو مخدره موادو اصلي سرچینه باید په پاکستان کې ولټول شي.
بلخي اسلام اباد کې د امریکا سفارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو د امریکا د مخدره موادو د مبارزې ادارې او د پاکستان د نشهيي توکو ضد ځواک په ګډو عملیاتو کې د افغانستان د اصليت ۴۶۳ کیلو ګرامه کریسټال مېت، چې ۲۱ میلیونه ډالر ارزښت لري او سریلانکا ته لېږدول کېدل، نیولي دي.
نوموړي ویلي، افغان حکومت په افغانستان کې د هر ډول نشهيي توکو پر تولید، قاچاق او استعمال بشپړ بندیز لګولی، خو د ده په وینا، په افغانستان کې د نشهيي توکو له بندیز وروسته د فرضي کرښې بلې غاړې ته د دغو موادو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی دی.
بلخي زیاته کړې، افغانستان د نشهيي توکو د بندیز ترڅنګ د مصنوعي مخدره موادو د تولید ظرفیت هم نه لري او د فرضي کرښې دروازې نږدې یو کال کېږي چې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي. نوموړي له اسلاماباد څخه غوښتي چې د نیول شویو مخدره موادو اصلي سرچینه په پاکستان کې ولټوي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي.


