Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا وياند ابو عبيدة: روانه جګړه زموږ مشروع حق ديني او ملي مکلفیت دی، موږ له قتال پرته بل هېڅ اختیار نه‌ لرو، زموږ وسلې کمزورې او کمې دي؛ خو زموږ د مجاهدينو ایمان او عزم پياوړی دی
    منځنی ختیځ

    د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا وياند ابو عبيدة: روانه جګړه زموږ مشروع حق ديني او ملي مکلفیت دی، موږ له قتال پرته بل هېڅ اختیار نه‌ لرو، زموږ وسلې کمزورې او کمې دي؛ خو زموږ د مجاهدينو ایمان او عزم پياوړی دی

    عمران آغاعمران آغا18 جولای 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا وياند ابو عبيدة له څو مياشتو وروسته يو ځل بيا خپل ويډيويي پيغام خپور کړی او غزه کې د اسرائیلي رژيم پر وړاندې د روان مقاومت او جګړې په اړه یې تفصيلي خبرې کړي.

    نوموړي غزه کې د وروستيو پرمختګونو اړوند ويلي، چې جنګياليو یې په وروستیو اوونیو کې څو ځله د صهيونيستي عسکرو د نيولو هڅه کړې او نژدې شوي وو؛ خو اسرائيلي رژيم د نيول کېدو له وېرې خپل عسکر په ډله‌ييزه توګه وژلي دي.

    ابو عبيدة زياته کړې چې د دوی روان عملیات د غزې له شمال او ختیځ (بیت حانون، جبالیا) څخه پیل، بیا د غزې مرکزي سیمې (التفاح، الشجاعیه، الزیتون) څخه تېر، تر خان یونس او رفح پورې پراخ شوي او په وينا یې دا مبارزه د اوسني عصر ستره نظامي مدرسه ګرځېدلې ده.

    نوموړي د غزې ولس او ټول اسلامي امت ته ډاډ ورکړی، چې د غزې د مبارزې ټول جنګيالي د صهيونيستي اشغالګرو پر وړاندې اوږدې جګړې ته چمتو دي او زياته کړې یې ده، «موږ هر ډول برید ته تیار یو، مجاهدینو ژمنه کړې، چې یا به دښمن ختموي یا به په شهادتونو رسېږي.»

    ښاغلي عبيدة خپل جنګ یو اصولي موقف بللی او زياته کړې یې ده، «روانه جګړه زموږ مشروع حق ديني او ملي مکلفیت دی، موږ له قتال پرته بل هېڅ اختیار نه‌ لرو. زموږ وسلې کمزورې او کمې دي؛ خو زموږ د مجاهدينو ایمان او عزم پياوړی دی.»

    هغه همدا راز د خپلې جنګي ستراتيژۍ اړوند ويلي، چې اوسنی پلان یې دا دی، چې صهيونيستي عسکرو ته مرګ‌ ژوبله واړوي، له صفر فاصلې څخه ځانګړي بریدونه ترسره کړي او د صهيونيستي عسکرو د اسیرولو هڅې روانې وساتي.

    مخکینۍ مقالهامريکا د ايران شاهد ۱۳۶ ډرون الوتکو څخه کاپي شوې ډرون معرفي کړه
    راتلونکي مقاله د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    مربوطه لیکنې

    حوثیانو د باب‌المندب تنګي د تړلو ګواښ کړی

    14 جون 2026

    احمد الشرع د حزب الله پر وړاندې د سوريايي ځوکونو د جګړې اوازې په کلکه رد کړې

    13 جون 2026

    اماراتو د دې هېواد له لارې د ایران کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو راپورونه رد کړل

    13 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 17 جون 2026

    ننګرهار کې یو تن له شپږ میله سپکو او درنو وسلو سره نیول شوی

    د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند، سيد طيب حماد وایي، د دغه ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ…

    بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ۶۵ عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

    17 جون 2026

    د شبرغان-دشت‌الوان د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

    17 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ننګرهار کې یو تن له شپږ میله سپکو او درنو وسلو سره نیول شوی

    17 جون 2026

    بلخ کې امنیتي ځواکونو ته ۶۵ عرادې نوي او مجهز موټرسایکلونه ووېشل شول

    17 جون 2026

    د شبرغان-دشت‌الوان د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

    17 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،107 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،212 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.