Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د سوریې او روسیې د بهرنيو چارو وزيرانو کتنه؛ د اړيکو نوي پړاو ته د تګ اعلان شوی
    نړۍ

    د سوریې او روسیې د بهرنيو چارو وزيرانو کتنه؛ د اړيکو نوي پړاو ته د تګ اعلان شوی

    صابر افغانصابر افغان1 اگست 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د الجزيرې د راپور له مخې سوريه کې د بشارالاسد رژيم له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير اسعد‌ حسن الشيباني‌ په لومړي ځل روسيې ته سفر کړی او هلته یې د هغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير سرګي‌ لاوروف سره کتلي دي.

    سرچينه وايي، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نویو، پراخو او اصولي اړیکو د پیل غوښتنه کړې ده.

    د معلوماتو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف بيا احمد‌الشرع ته د روسیې د سفر بلنه ورکړې او ټينګار یې کړی، چې مسکو او دمشق پرېکړه کړې، چې پر خپلو ټولو دوه‌ اړخیزو تړونونو بیا کتنه وکړي.

    سرچينه وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ويلي، چې د سوریې د کړکېچ په هواري کې د ولسمشر الشرع وروستي اقدامات د ستاينې‌ وړ دي.

    هغه همدا راز ټینګار کړی، چې مسکو د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي او زیاته کړې یې ده، چې د دغه هېواد خاوره باید د نړیوالو قدرتونو د سیالیو لپاره ونه کارول شي.

    نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې کړي.

    د سرچينې د معلوماتو له مخې له بل لوري بيا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني، د مسکو او دمشق اړیکې په یوه «برخلیک ټاکونکې مرحله» کې بللي او ټینګار یې کړی چې سوریه غواړي له روسیې سره پر برابرۍ او همکارۍ ولاړې اړیکې پیل کړي.

    هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو راتلونکې اړیکې به د پخوا پر اساس نه؛ بلکې د قوانینو پر درناوي او متقابل احترام ولاړې وي.

    په پای کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د سويدا ولایت وضعیت ته په اشارې ويلي، چې د اسرائیل لاسوهنې دا وضعیت لا پېچلی کړی، او خبرداری یې ورکړی چې اسرائيل باید د سوریې د اقلیتونو موضوع په داخلي چارو کې د مداخلې لپاره ونه کاروي.

    هغه څرګنده کړه، چې د اقلیتونو ملاتړ یوازې د سوریې د دولت مسؤلیت دی او په وينا یې اسرائیل له دغه وضعيت څخه سياسي ګټه پورته کوي.

    مخکینۍ مقالهملا عبداللطیف منصور د باغ درې برېښنا بند د تخنیکي مطالعاتو پر چټکتیا ټینګار کړی
    راتلونکي مقاله د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن: دا ډېره د شرم خبره ده، چې موږ د خپلو تېلو په تړون او هند سره په اوربند د ټرمپ له خولې خبرېږو

    مربوطه لیکنې

    راپورونه: تېره میاشت هري توپان د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو ۲۷ کښتۍ ډوبې کړي

    4 فبروري 2026

    د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافی زوی، سیف‌الاسلام القذافي ترور شوی

    4 فبروري 2026

    اردوغان پر سیمه‌ییزو بدلونونو د خبرو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی

    3 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 4 فبروري 2026

    راپورونه: تېره میاشت هري توپان د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو ۲۷ کښتۍ ډوبې کړي

    ایټالوي «لا ریپوبلیکا» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې تېره میاشت د ټونس له سواحلو اروپا ته…

    د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

    4 فبروري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۲۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

    4 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    راپورونه: تېره میاشت هري توپان د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو ۲۷ کښتۍ ډوبې کړي

    4 فبروري 2026

    د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

    4 فبروري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۲۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

    4 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.