شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د مېډل اېسټ ورځپانې د راپور له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول چې دا مهال په اسرائیلو کې دی، خبرداری ورکړی چې اسرائیل غزه کې د روان بشري ناورین له امله د نړیوالې انزوا له جدي خطر سره مخ دی. د سرچينې په خبره نوموړي خبریالانو ته ويلي:«اسرائیل باید تل د نړۍ په کچه دوستان، شریکان او ملاتړي ولري؛ خو اوس دا ملاتړ له جدي خطر سره مخ دی.»هغه زیاته کړې، چې که یو هېواد د دې وضعیت د مخنیوي مسؤلیت لري، نو جرمني به وي او په خبره یې پوره هڅه کوي څو اسرائيل له دې انزوا وژغوري.وادفول پرون له غرمې وروسته اسرائیل ته تر رسېدو وروسته له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو او د بهرنیو چارو وزیر يدعون ساعر سره لیدلي، او ټاکل شوې چې نن د غزې د بشري وضعیت په اړه د نورو خبرو لپاره لوېدیځې غاړې ته سفر وکړي. د جرمني د بهرنيو چارو وزير د اسرائيلي رژيم د سياسي انزوا د جدي خطر خبرداری داسې مهال ورکوي، چې دغه رژيم رښتيا هم په نړيواله کچه خپل ملاتړ له لاسه ورکړی او غزه کې د روانې نسل وژنې او جنايتونو له امله د نړۍ په کچه له پراخو نيوکو او فشارونو سره مخ دی.دغه راز په نړیواله کچه د فلسطین د رسمیت پېژندنې هڅو هم زور اخيستی، چې صهيونيستي رژيم ته د خطر زنګ بلل کېږي.
فرانسه کې د ژوند ورځنيو لګښتونو د لوړېډو پر ضد پيل شوي پراخ لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي18 اکتوبر 2026
د هسپانیې لومړي وزير ويلي د ايران جګړې اروپایانو ته له ۱۰۰ ميليارده يورو ډېر زيان اړولی17 اکتوبر 2026