Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول
    لیکني

    له هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول

    صابر افغانصابر افغان31 اگست 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ٣١مه(د سنبلې ٩مه) د جمهوریت له پرځېدو سره سم، پخوانیو چارواکو هم له هېواده د تېښتې لار خپله کړه. له بده مرغه د دوی د تېرو دوو لسیزو کارنامو ته که وکتل شي، دوی د ملت او هېواد په حق کې هېڅ داسې مثبت کار نه وو کړی، چې هغو ته په کتو دې ولس او خلکو ته مخ ولري، نو یې ځکه د تېښتې لار خپله کړه او د خپلو غربي او امریکايي ملاتړو پر مټ په امریکايي الوتکو کې له هېواده وتښتېدل. د دوی تېښته خو هسې هم حتمي وه، دا یوه متوقعه مسئله وه، ځکه د دوی له ډلې یې اکثریت چارواکو بهرني تابعیتونه درلودل او په افغانستان کې د غربي پروژو د کرايي چلوونکو په توګه پاتې وو.

    دوی آن هماغه د تېښتې په ورځ هم داسې منفي کړنې وکړې چې له بده مرغه افغانستان او افغان ملت ته یې جبران لا تر اوسه سخت دی. دوی د پرځېدلي جمهوریت نظامیان وهڅول چې د افغانستان ملي شتمني یا ولوټي او یا یې هم له کاره وغورځوي. په دې لړ کې دوی د افغانستان د ولس الوتکې یا بهرنیو هېوادونو ته وتښتولې، یا یې په هوايي ډګرونو کې کباړ کړې او تر څنګ یې رادار، نور حساس او غیر حساس مهم تأسیسات او وسایل له کاره وغورځول.

    دوی د خپلو منفي او منفورو کارونو په دوام، د یو بل ناوړه فرهنګ ترویج ته هم کار وکړ، هغه دا چې دوی د افغانستان لوستی، متخصص، مسلکي او په کار پوه قشر ووېروه او د بهرنیانو په ملاتړ یې دوی وهڅول چې له افغانستانه ووځي. هغوی ته یې دا وېره تبلیغول، چې ګواکې له دې وروسته به یې ژوند په خطر کې وي، یا به څوک دنده نه ورکوي او یا به له نورو ستونزو سره مخ کېږي. دوی یې په همدې بهانه له هېواده تللو ته اړ او یا وهڅول، چې په پایله کې یې افغانستان له بده مرغه یوه لویه برخه مسلکي او په کار پوه کسان له لاسه ورکړل چې له څلور کلن کامیاب مزل وروسته اوس ورو ورو واپس د راتللو په حال کې دي.

    خو (هغه مسلکي اشخاص چې لا نه دي راغلي او یا د راتللو په لاره کې پخواني غداران وېره ورته جوړوي) د دوی تخصص، مسلکونه او لوستونه د افغانستان له معیار او ارزښتونو سره برابر وو، خو په بهر کې اوس په دوی باندې یا ټکسي چلوي، یا په سوپرمارکیټونو او هټیو کې شاګردي کوي او یا نور له سترګو وتلي، سخت او ستړي کارونه کوي. دوی د یوې اوږدې مودې لپاره په کمپونو کې د زندانیانو په څېر ساتل کېدل، ډېری نور یې له کورنیو او بچیانو بېل کړای شول، لویې او معتبرې کورنۍ یې ورته وپاشل شوې او بالاخره د ډېپرېشن په څېر یې له سختو ناروغیو او ناخوالو سره مخ کړل. دا هر څه د هماغو چارواکو د هڅونې او له افغانستان او ولس سره د دوی د دښمنۍ پایلې وې.

    له بده مرغه په بهر کې مېشت همدا چارواکي لا هم عام خلک او پاتې نوره لوستې طبقه د خپلو بهرنیو بادارانو په مرسته هڅوي چې افغانستان پرېږدي او په سختو او مرګونو لارو بهر ته لاړ شي. دا له ولس، وطن او خلکو سره د خیانت، غدارۍ او دښمنۍ اوج دی، ځکه دوی چې لا وړاندې کوم کسان ایستلي وو، له سختو کړاوونو او ربړونو سره مخ دي چې نه بېرته هېواد ته د تلو اجازه لري او نه هم هلته د دوی انساني حقونو ته درناوی کېږي، ځینې یې په هماغو بهرنیو هېوادنو کې یا ځان وژنې کوي، یا په رواني ناروغیو اخته دي او یا هم له خپل ژونده په تنګ دي.

    نو په هېواد کې شته لوستې طبقه او عام افغانان باید په دې پوه شي، چې بهرني هېوادونه هغه ډول نه دي، لکه څنګه چې دوی ته ښودل کېږي، دا نمایش هسې د دوی د تېر ایستنې لپاره دام دی، چې لا له وړاندې یې په دغه دام کې زرګونه کسان راګېر او د مرګ تر پولو یې ورسول. په هېواد کې به اقتصادي یا نورې ستونزې وي، خو که دا ستونزې په بهر کې د مېشتو هېوادوالو له ستونزو سره پرتله کړو، اصلاً د پرتلې وړ نه دي. هغوی هلته د ستونزو په ډنډ کې تر ستوني غرق دي، نو په هېڅ صورت باید د تښتېدلو چارواکو په روانو تبلیغاتو او کمپاینونو فرېب ونه خوري، بلکې د دې پر ځای دې د هېواد ابادۍ ته مټې را ونغاړي، هم د ځان او هم دې د هېوادوالو د ژوند د ښه والي لپاره کار وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهله هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو د سنايپر په مټ د جنوبي وزيرستان په واڼه کې يو عسکر وژلی

    مربوطه لیکنې

    د سنبلې نهمه؛ ملت ته د ویاړ او پخوانیو چارواکو ته د عار ورځ

    31 اگست 2025

    له فساد او خیانت تر تېښتې؛ د پرځېدلي جمهوریت د مشرانو تور تاریخ

    31 اگست 2025

    له هېواده د تېرو چارواکو تېښته او د دغه ‎فرهنګ په ترویج کې د دوی رول

    31 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 6 سپتمبر 2025

    د افغانستان برښنا شرکت رئيس ډاکټر عبدالباري عمر: افغانستان کې د قدرت جزیرې او زورواکي له منځه تللې او شفافیت رامنځته شوی، چې دې سره پانګونو ته پراخې زمينې برابرې شوې دي

    د افغانستان د برښنا شرکت رئيس ډاکټر عبدالباري عمر د پانګونې جذب او د افغانستان…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدوديتونه دې پای ته ورسېږي؛ دا نه د افغانستان په ګټه دي نه د سيمې او نړۍ

    6 سپتمبر 2025

    یونیسف: زلزله‌ځپلو سیمو کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري

    6 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان برښنا شرکت رئيس ډاکټر عبدالباري عمر: افغانستان کې د قدرت جزیرې او زورواکي له منځه تللې او شفافیت رامنځته شوی، چې دې سره پانګونو ته پراخې زمينې برابرې شوې دي

    6 سپتمبر 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدوديتونه دې پای ته ورسېږي؛ دا نه د افغانستان په ګټه دي نه د سيمې او نړۍ

    6 سپتمبر 2025

    یونیسف: زلزله‌ځپلو سیمو کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري

    6 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،017 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.