Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»پاکستان؛ له نا امنۍ او بې ثباتۍ بیا د اپينو تر نوې پلازمېنې
    سیاسي لیکني

    پاکستان؛ له نا امنۍ او بې ثباتۍ بیا د اپينو تر نوې پلازمېنې

    صابر افغانصابر افغان9 سپتمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    برېتانوۍ ورځپاڼې «ټېلېګراف» په یوه نوي تحقیقي راپور کې ویلي، چې پاکستان له نا‌امنیو، سیاسي اړو دوړ او بې کراریو سره جوخت، اوس‌مهال په نړۍواله کچه د اپینو په «نوې پلازمېنه» بدل شوی دی. دې ورځپاڼې د خپل دغه تحقیقې راپور د چمتو کولو په جریان کې موندلې چې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې په دې وروستیو کلونو کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي او اوس دغه هېواد په نړۍواله کچه د افغانستان (چې یو وخت پکې تر ټولو ډېر تاریاک کرل کېدل) ځای نیولی دی.

    د ورځپانې په خبره، پاکستان چې اوس‌مهال له سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي بې ثباتۍ کړېږي، تر بل هر څه د خلکو او نړۍ توجه دې برخو ته ده، خو د اپینو کاروبار، کښت او تولید پکې دومره لوړې کچې ته رسېدلی چې اوس یې دا هېواد په نړۍواله کچه د اپینو په پلازمېنه بدل کړی دی. د ورځپاڼې په خبره، سږ کال هم د دغه هېواد په بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو کې په پراخو ځمکو کې تاریاک کرل شوي دي.

    بل لور ته په بهر کې مېشت پاکستاني سیاستوال، خبریالان او پخواني پوځي جنرالان د پاکستان اوسنی حکومت، پوځ او استخبارات د تاریاکو او اپینو په اوسني تجارت، کښت او کاروبار کې مستقیم ښکېل بولي او ټينګار کوي چې د هېواد مشران یې چې له وړاندې په فسادونو کې ډوب دي، د اپینو او تاریاکو په پراخ کښت سره یې ځانونو ته د جرمي اقتصاد مهمې زېرمې جوړې کړې دي. دوی خبرداری ورکوي چې که د دې پدیدې مخه و نه نیول شي، دا هېواد به له نوي ناورین سره مخ کړي او په میلیونو پاکستاني وګړي به په نشو روږدي او دغه راز سیمې او نړۍ ته به ګواښ پېښ شي.

    پاکستاني حکومت، پوځ او سیاسیون یې چې د خپلو ناسمو پرېکړو له کبله یې پاکستان له سختو ننګونو سره مخ کړی، د تاریاکو او اپینو په پلازمېنې د دغه هېواد په بدلولو سره به ځان او پاکستانیانو ته ګڼې نورې ننګونې هم را پورته کړي. په پاکستان کې روان وضعیت به لا پسې ترینګلی کړي، د جرمي اقتصاد بډاینې ته به لار هواره کړي او د میلیونونو هغو پاکستاني وګړو ژوند به اغېزمن کړي چې هلته له بې کارۍ رنځېږي. دغه راز دا پدیده به د سیمې او نړۍ امنیت هم وګواښي، ځکه چې داعش ډله چې اوس د دغه هېواد په ډېرو برخو کې فعاله ده او هلته مرکزونه لري، له دې لارې به ډېرې پیسې ترلاسه کړي چې ورسره به سیمه‌ییز او نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

    تېرې دوې لسیزې په افغانستان کې د امریکا حضور او د پرځېدلي جمهوریت د فساد او چارواکو د ملاتړ له کبله د افغانستان په پراخو سیمو کې تاریاک کرل کېدل، چې اوس یې د نوي افغان حکومت په راتګ سره په هر ډول کښت او کاروبار سخت بندیز لګېدلی او دا پدیده پکې صفر کچې ته راټيته شوې ده. خو اوس‌مهال پاکستان د نړۍ په داسې هېواد اوښتی چې له یوې خوا یې سیمې او نړۍ ته ګواښونه پېښ کړي، خو له بلې خوا به د اپینو دا پراخ کاروبار وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په پاکستان کې په دومره لویه کچه د تاریاکو او اپینو کاروبار خطرناک بللی او خبرداری یې ورکړی چې که د دې پدیدې مخه و نه نیول شي، سیمه به لا پسې بې ثباته او د پاکستاني وګړو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي او ډېر پاکستانیان به په نشو روږدي کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهاحمدشاه مسعود؛ جنایتکار که جعلي اتل؟
    راتلونکي مقاله احمدشاه مسعود د یوه جاسوس په رول کې

    مربوطه لیکنې

    پاکستان د سقوط پر څنډو؛ د داعش له ملاتړ څخه د نړۍ د تاریاکو تر پلازمېنې!

    12 سپتمبر 2025

    د پرځېدلي جمهوریت د فساد په اړه ناویلې

    8 سپتمبر 2025

    د سنبلې نهمه؛ ملت ته د ویاړ او پخوانیو چارواکو ته د عار ورځ

    31 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 13 سپتمبر 2025

    يو بام او دوه هواوې؛ ټرمپ امريکا کې اعدام غواړي خو افغانستان کې د شرعي‌ حدودو پلي کول غندي

    ګارډين ورځپاڼه په يوه راپور کې وايي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل…

    د اقتصاد وزیر د خوړو نړیوال پراګرام له مسؤلینو سره پر بشري مرستو خبرې کړي

    13 سپتمبر 2025

    پاکستاني طالبانو جنوبي وزيرستان کې ۱۲ پوځيان وژلي دي

    13 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    يو بام او دوه هواوې؛ ټرمپ امريکا کې اعدام غواړي خو افغانستان کې د شرعي‌ حدودو پلي کول غندي

    13 سپتمبر 2025

    د اقتصاد وزیر د خوړو نړیوال پراګرام له مسؤلینو سره پر بشري مرستو خبرې کړي

    13 سپتمبر 2025

    پاکستاني طالبانو جنوبي وزيرستان کې ۱۲ پوځيان وژلي دي

    13 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،028 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،968 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،006 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.