Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»بګرام؛ امریکايي سیاستوالو ته کمپایني شعار او د ماتې پټولو وسیله
    سیاسي لیکني

    بګرام؛ امریکايي سیاستوالو ته کمپایني شعار او د ماتې پټولو وسیله

    صابر افغانصابر افغان20 سپتمبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ د برېټانیا له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل او دغه راز د بګرام هوایي اډې پرېښودل، د دغه هېواد لپاره ستره فاجعه وګڼل او ټینګار یې وکړ چې دوی به د دې سترې نظامي اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي. تر دې وړاندې هم نوموړي په ځلونو ویلي چې د بګرام هوايي اډې له لاسه وتل د دوی لپاره ستر ناورین دی او له دې کبله یې د بایډن پر ادارې سختې نیوکې کړې دي.

    په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه، ماتې او دغه راز بګرام هوايي اډه د دغه هېواد په سیاست کې اوس د دوو سترو ګوندونو (ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو) لپاره پر کمپایني شعار، د ماتې پټولو او د یو او بل ملامتولو وسیله ګرځېدلې ده، خو پوښتنه دا ده چې ایا امریکايي او نور نړۍوال تيري کوونکي ځواکونه له افغانستانه په تېروتنې او خپلې خوښې وتلي، چې اوس یې په وتلو پښېمانه دي او که د زور او هلته د ماتې له کبله وتلو ته اړ شول؟ د دې امکان څومره شته چې امریکا دې دا اډه بېرته ترلاسه کړي؟ په افغانستان کې به د ننه د دغه ډول ممکنه هڅې لپاره غبرګون څه وي؟

    لومړی خو باید دا خبره واضح شي چې امریکا په افغانستان کې خپله ماتې د اوباما په وخت کې منلې وه او آن هغه وخت یې له دغه ځایه د تېښتې او وتلو لارې چارې لټولې، چې دا چاره وروسته بیا د ټرمپ او بایډن د حکومتونو پر مهال لا پسې ګړندۍ او بالاخره یې د خپلې ماتې له رسمي سند لاسلیکولو وروسته، د تښتې لار خپله کړه. کله چې ټرمپ په لومړي ځل ولسمشر شو، هغه وخت یې د اسیا لپاره بېله ستراتېژي اعلان کړه چې مهمه برخه کې یې افغانستان و او په افغانستان کې یې پر نظامي حل تمرکز وکړ، بریدونه یې ډېر کړل او فکر یې کاوه چې له دې لارې به خپلې موخې ته ورسېږي.

    د ټرمپ د واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د دوی نظامي فشار، هوايي بریدونه او شپني عملیات ډېر شول، چې له یوې خوا ورسره ملکي مرګ ژوبله او وحشتونه د پام وړ ډېر شول او له بلې خوا د دوی او د دوی د متحدیتونو پر وړاندې د طالبانو مبارزه لا سخته او ګړندۍ شوه، چې دې چارې دوی دې ته اړ ایستل چې په خپله ستراتېژۍ له سره غور وکړي او بېرته یې د سولې او خبرو اترو لارې ته غاړه کېښوده. امریکایان دغه وخت نور پر خپله ماتې بیخي ډاډمن شول، ځکه دوی د جګړې په ډګر کې خپل وروستی زور هم و ازمایه، خو یوازې دا چې ګټه یې ورته ونه کړه، بلکې پراخې سیمې یې له لاسه ووتلې او ورځ تر بلې تر فشار لاندې راتلل.

    له همدې کبله یې د خبرو او ډیالوګ لار خپله کړه او په دې اړه یې هڅې پیل کړې چې څه ډول له افغانستانه خپل شتون ټول او د تېښتې لار وګوري. په افغانستان کې د دوی د ماتې او تېښتې سند د همدغه ټرمپ د ادارې له خوا (چې د جمهوري غوښتونکي ګوند) استاز ؤ، تر ډېره پر مخ یووړل او نږدې نهايي شو او د بایډن د ادارې (چې د ډیموکرات ګوند) استازی و، لاسلیک کړل او دواړو ګوندونو په افغانستان کې خپله نظامي ماتې ومنل او پر دې سره یوه خوله شول چې له تېښتې پرته بله لاره نشته، خو وروسته وروسته، بیا همدغو امریکايي سیاستوالو که په واک کې وو او یا هم مخالف اړخ وو، دا چاره د انتخاباتي وسیلې په توګه وکاروله او هڅه یې کوله چې د ولس او نړۍ پام بلې خواته واوړي او له ځانه دا مسؤلیت لېرې کړي.

    همدا کشمکش نه یوازې دا چې د سیاستوالو د ملامتۍ آله ګرځېدلې، بلکې د امریکايي حکومت په دننه کې دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه او آن استخباراتي ادارې یې یو او بل پړ بولي او هر یو د کریډیټ اخیستلو هڅه کوي. خو اصلي خبره دا ده، چې امریکا په افغانستان کې نظامي ماته وخوړه او له دې ځایه وتښتېدل، دوی اوس خو څه کوې چې راتلونکي څو نسلونه به یې دلته د بېرته راتګ لپاره زړه ښه نه کړي، په افغانستان کې د ننه هېڅوک تیار نه دي چې له امریکایانو سره پر بېرته راتګ او یا نظامي اډو معامله وکړي، ځکه دوی که دا کار کاوه، هماغه د نظامي فشار پر وخت به یې کړی و، اوس چې د جګړې ګټونکي دي او ټوله جګړه او مبارزه یې د همدې موخې لپاره وه، ولې دا کار وکړي!؟

    امریکایان به د یو او بل د ملامتولو، کمپايني شعارونو او اذهانو د مغشوشولو لپاره بیا، بیا دا ادعاوې وکړي، خو ځمکني واقعیتونه بیا سل سلنه بل څه دي. بګرام نظامي اډه اوس د افغان ځواکونو یوه قوي هوايي او نظامي اډه ده چې د ځان د پیاوړتیا او د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره به ترې کار اخلي، نه دا چې د نورو حکومتونو په څېر یې پر سر له چا سره معامله وکړي، یا یې په ډالۍ کې ورته ورکړي او یا یې هم په کرایه ورکړي، بګرام د افغانستان د ځمکنۍ بشړتیا مهمه برخه ده او ټول افغانستان ته ناموسي حیثیت لري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد احمد مسعود مجازي مبارزه د انزوا په لور تللې
    راتلونکي مقاله امریکا کې د چورلکې لوېدو پېښه کې څلور پوځیان وژل شوي

    مربوطه لیکنې

    د حقیقت د تزویر لپاره د پخوانیو چارواکو د کتاب لیکنې دود

    10 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 اکتوبر 2025

    خوست کې د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله درې برابره زیات شوي

    فلیپین کې د رېښتر په کچه ۷.۵ درجې زلزله شوې

    10 اکتوبر 2025

    د صهیونیستي رژیم کابینې غزې تړانګې لپاره د اوربند طرحه تائید کړه

    10 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې د جلغوزیو حاصلات د تیر کال په پرتله درې برابره زیات شوي

    10 اکتوبر 2025

    فلیپین کې د رېښتر په کچه ۷.۵ درجې زلزله شوې

    10 اکتوبر 2025

    د صهیونیستي رژیم کابینې غزې تړانګې لپاره د اوربند طرحه تائید کړه

    10 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.