په وروستیو اونیو کې کابل ته د امریکا د يو لوړپوړي پلاوي سفر، چې د زندانیانو په چارو کې د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي ادام بوایلر په مشرۍ او د افغانستان د سولې پخواني استازي زلمي خلیلزاد، په ملګرتیا ترسره شو، ټولنیزو رسنیو کې یې پراخې خبرې او غبرګونونه راپارول.
د افغان حکومت مخالفینو د یو تبلیغاتي کمپاین له لارې هڅه وکړه دا سفر د افغانانو پر زیان وښيي، په عامه توګه یې بېځایه او مضحکه ادعاوې مطرح کړې، خو دغه ادعاوې په دې تحلیل کې په کره توګه ناسمې ثابتېږي.
له هر څه وړاندې باید پوه شو چې د یاد پلاوي په جلا، جلا لیدنو کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي او د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د زندانیانو تبادلې، دوه اړخیزو اړیکو، پانګونې او د افغانستان د عمومي وضعیت په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې.
ظاهراُ دا سفر د معمولي ډیپلوماټیکو خبرو اترو یوه برخه وه؛ خو د حکومت مخالفینو سخت غبرګون وښودله چې هغوی دغه لیدنې د خپلو ګټو او موقف لپاره مستقیم ګواښ بولي.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ولې تښتېدلي مخالفین او د جمهوریت ړ پرځېدلي نظام سیاسي مشران د یو ډیپلوماټیک بحث څخه دومره وېره لري او دا موضوع د تخریب لپاره د یو لامل په توګه وړاندې کوي؟
د بهرنیو چارو وزارت او د ریاست الوزراء له رسمي اعلامیو څخه څرګندېږي چې د خبرو اترو اصلي محور د زندانیانو تبادله او په اقتصادي او سیاسي برخو کې د همکاریو د زمینهیابۍ ارزونه وه. دې خبرو څرګند کړه چې حتی امریکا هم له خپل ویاړ او تکبر سره سره اړ شوې چې د افغانستان نوی واقعیت ومني او ورسره تعامل وکړي.
د دې پلاوي په منځ کې د زلمي خلیلزاد حضور تر بل هر څه د حکومت د مخالفینو روح ته زیان رسولی؛ ځکه چې د هغه شتون په افغانستان کې د هغه نظام سقوط رايادوي چې شل کاله د بهرنیو تر سیوري لاندې غوړېدلی و، خو کله چې امریکا خپلې پښې سپکې کړې، نو هغه نظام څو ورځې هم تاب و نه کړ او د مخالفینو ټول خوبونه یې وځپل.
بېشکه، داسې سفرونه به د افغانستان او د افغان حکومت لپاره ژور او مثبته اغېزه ولري او په همدې اندازه به د مخالفینو لپاره درانه تاوانونه ولري. ځکه دغه تعاملات په نړۍواله کچه د افغانستان د حکومت تدریجي مشروعیت ترلاسه کېدو زمینه برابروي او په عین وخت کې د مخالفینو جعلي روایت چې کلونه یې هڅه کړې وه افغانستان یوې منزوي هېواد وښیي، له منځه وړي.
په دې منځ کې د زندانیانو تبادله چې د دې سفر یوه مهمه موضوع وه، ځانګړې مهمتیا لري. مخالفین هڅه کوي دغه موضوع د تبلیغاتو لپاره وکاروي او داسې وښيي چې ګواکې افغانستان په کمزوري موقعیت کې دی؛ خو حقیقت دا دی چې د زندانیانو تبادله د نړۍوالې ډیپلوماسۍ یو منل شوی او معمول ابزار دی چې نه یوازې د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې د مذاکراتو په میز کې د اړخونو د مساوي موقف څرګندونه کوي.
په پایله کې باید وویل شي چې د کابل ته د امریکایي پلاوي سفر، د مخالفینو د منفي تبلیغاتو برعکس، نه یوازې د افغانستان د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې د بینالمللي تعاملاتو د یو نوي پړاو پیل څرګندوي؛ یو واقعیت چې افغانستان د یو خپلواک لوبغاړي په توګه معرفي کوي، هغه هېواد چې په لنډ وخت کې وتوانېد د نړۍ د لویو قدرتونو توجه را جلب کړي. دا په حقیقت کې په نړۍواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو او د افغانستان د سیاسي موقف د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه ګام ګڼل کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.