Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د دیارلس زره کلدارو به څه وطن‌پالان او څه به یې ملاتړ وي!؟
    لیکني

    د دیارلس زره کلدارو به څه وطن‌پالان او څه به یې ملاتړ وي!؟

    عمران آغاعمران آغا13 اکتوبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د سپټمبر په وروستیو کې د افغان سیاست‌پالانو(!) یوه له شرم ډکه غونډه د پاکستان په اسلام‌آباد کې ترسره شول، د سیاسي ډګر دا تمسخر شوې څېرې داسې بیرته د غربي هېوادونو خوا ته خوشحال ور ستانه شول لکه د جګړې له ګرم میدان نه چې کامیاب را ګرځېدلي وي؛ خو دا ځل د دوی غنیمت نه ټانکونه وو، نه توپونه او نه هم نور مهمات، بلکې دیارلس زره کلدارې او یوه یوه جوړه پاکستانۍ جامې وې!

    دا د هغو کسانو اصلي «قیمت» و، چې د وطن د عزت، ارضي تمامیت، ملي حاکمیت، ضمیر او ناموس په بدل کې یې خپل ایمان هم پر پاکستان د یو عادي او کمزوري افغان مزدورکار د میاشتني عاید د څلورمې برخې معاش په نرخ وپلوره. دوی په دیارلس زره کلدارو او یوه جوړه جامو پر افغان خاوره د پاکستان تېري ته دلایل وتراشل، بمبارد یې اړتیا او د اصلاح یو ډول ونوماوه.

    کله چې د اسلام‌آباد له غونډې وروسته د ګډونوالو جیب ته دیارلس زره کلدارې ور واچول شوې، نو هر یو ښايي داسې مغرور ګرځېده لکه تر څلور کلني ځنډ وروسته چې یې خپله ورکه پیدا کړې وي. دوی به دا هم په خپلو کې ویلي وي، چې «وطن خو مو له لاسه وتلی، خو شکر چې کالي مو له ځنډ وروسته نوي شول!».

    د تعجب او تمسخر ځای دا دی چې دا خلک ځانونه د ملت استازي بولي او په غونډه کې یې د پاکستان له امنیتي ادارو سره د هېواد پر سر سوداوو ته ټټر ټکولی و، خو افغان ملت بیا دوی د دیارلس زره کلدارو په بدل کې د سیاسي لابي‌ګرانو او مزدورانو په توګه پېژني. د افغان حکومت مخالفینو ته د هېواد ارزښتونه یوازې یو شعار دی او ملي ګټې د دوی د جیب د اندازې تابع دي، څومره چې یې شخصي ګټه ډېره وي، هغومره ملي ګټې ورته قرباني کوي.

    طنز دا نه دی چې دوی وطن‌پلورونکي دي، طنز دا دی چې دوی لا هم ځانونه سیاسي څېرې او د هېواد خواخوږي بولي! افغان ملت دا څېرې پېژني، دوی هغه کسان دي چې د پرديو په بمبارد د شکر سجده کوي. دوی له تېرو څو ورځو داسې تحلیلوي چې ګواکې د افغانستان د بمبارد تر شا خیر شته، دوی وطن‌پلورنه، وطن‌پالنه تعبیروي او بمبارد بیا د سوکالۍ آله. خو که سبا د بل چا سفارت ورته لس زره نورې اضافي ورکړې، بیا همدا سیاسیون یو بل مخ ښکاره کوي او د هغوی پلوي کوي.

    پاکستان خپله یو قرضدار هېواد دی، هر وګړی یې درې لکه، اتلس زره، دوه سوه او دوه پنځوس کلدارې قرضدار دی او د هېواد اقتصادي رکود یې د رشد په حال کې دی؛ وړیا مشوره ورته دا ده چې په داسې شرمېدلو څېرو دې باور او پانګونه نه کوي چې له هر چا سره، هر راز معاملې ته همېشه تیار دي. نن که یې د پاکستان بمبارد ته د مشروعیت دلایل تراشل، سبا به له بل هېواد نه بیرته د پاکستان په ضد د همداسې څو پیسو په بدل کې د مرګ شعارونه بدرګه کوي. د دیارلس زره کلدارو همدومره بې اثره ملاتړ وي نو!

    افغان ملت به یې هم په خپله حافظه کې وساتي، چې د هېواد پر سر یو څو شرمېدلیو فعالانو او سیاسیونو(!) پر افغان خاوره د بمبارد ملاتړ وکړ، د مسلمان او بیا افغان وینه، استقلال، ارضي تمامیت او ملي ګټې یې سپکې وګڼلې او وطن پالنه یې د بې ارزښته کلدارو په بدل کې وپلوره. د دیارلس زرو همدومره وطن‌پالنه وي. مخالفین به نن ځانونه کامیاب ګڼي، خو تاریخ به یې د هغو ناکامو مزدورانو په نوم ثبتوي، کومو چې هېواد د دیارلس زره کلدارو او یوې جوړې جامې په قیمت خرڅ کړ.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهنن مازديګر د کابل وزير اکبر خان تپه کې د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو مېړانه ستايل کېږي
    راتلونکي مقاله د افغان پوځ ۲۵ سرتېري د 9P140 اوراګان دستګاه له مسلکي زده کړو فارغ شول

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان ولس بايد خپل سرنوشت په خپله وټاکي!

    22 اکتوبر 2025

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    21 اکتوبر 2025

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    20 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 22 اکتوبر 2025

    پاکستانی ليکوال محمد تقي: دا باید ومنو، چې د طالبانو دفاع وزیر د پاکستان د دفاع وزیر په پرتله ډېر با اختیاره او سنجیده شخصیت دی

    پاکستاني ليکوال محمد تقي، د پاکستان پوځي رژيم سره په شخړو او ډیپلوماسۍ کې د…

    بريټانيا د تحرير الشام غورځنګ نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه اېستلی

    22 اکتوبر 2025

    نایجریا کې د تېلو ټانکر چاودنې ۳۵ کسان وژلي

    22 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستانی ليکوال محمد تقي: دا باید ومنو، چې د طالبانو دفاع وزیر د پاکستان د دفاع وزیر په پرتله ډېر با اختیاره او سنجیده شخصیت دی

    22 اکتوبر 2025

    بريټانيا د تحرير الشام غورځنګ نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه اېستلی

    22 اکتوبر 2025

    نایجریا کې د تېلو ټانکر چاودنې ۳۵ کسان وژلي

    22 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.