د «افغانستان انټرنېشنل» تبلیغاتي دستګاه چې له لندن او امریکا څخه نشرات کوي، د کار د پیل له لومړۍ ورځې راهیسې یې د افغانستان، د افغاني ارزښتونو او ملي ګټو په ضد نشرات او فعالیتونه پیل کړي، تر ډېره پکې هغه کسان را ټول شوي، چې په افغانستان کې یې د اشغال او امریکا د حضور پر مهال له ډېرو استخباراتي او جرمي شبکو سره اړیکې درلودې او په دغه هېواد کې یې د هغوی فرهنګي یرغل او جګړه پر مخ وړله.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د بهرنیو استخباراتي ادرسونو له خوا همدا کسان د یو بل ماموریت لپاره را ټول کړای شول او د «افغانستان انټرنېشنل» په نوم تر یوه استخباراتي او تبلیغاتي ادرس لاندې یې فعالیتونه را پیل کړل. د دوی اصلي ماموریت په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهل، د افغانستان د خلکو د ارزښتونو مسخره او محوه کول، دروغ او شایعات خپرول او همداراز د تمویلوونکو په ګټه هر اړخیز نشرات کول وو/ دي. دا رسنۍ چې اصلي تمویل یې د امریکايي، برېتانوي او دغه راز د سیمې د ځینو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان د استخباراتي او تبلیغاتي ادارو پر غاړه دی، د پورته ماموریت لپاره ګومارل شوي دي.
تازه، له پاکستاني پوځ سره د افغانستان په څو ورځنۍ جګړه کې، دې رسنۍ په یو اړخیزه او مکرره توګه د پاکستان د امنیتي ادارو لومړی لاس خبرونه نشرول، د هغوی په ګټه یې تبلیغات کول او آن له پاکستاني رسنیو وړاندې ورته د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا اجنډا، جعلي معلومات او شایعات ورکول کېدل او دوی په منظمه توګه خپرول. که څه هم دا جګړه د ټولو نړۍوالو او موجوده قوانینو او نورمونو خلاف پاکستاني اړخ پیل کړه او تر ډېره د دوی په زیان هم تمامه شوه، خو افغانستان انټرنېشنل له هماغې لومړۍ ورځې راهیسې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په اشاره یو اړخیز نشرات کول او د دوی پله/تله یې درنه ښودله.
دا رسنۍ (چې یو دفتر په اسلام آباد کې د پاکستاني پوځ د ګټو خوندي کولو لپاره ورکړل شوی) د مخاطبینو په منځ کې له پخوا د تبلیغاتو، پروپاګند، دروغو او شایعاتو په خپرولو مشهوره ده، اوس یې لا پسې ثابته کړه چې څنګه یې د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه د خپلو ګټو او رواني جګړې په موخه کاروي. د دې رسنۍ په دواړو (دري او پښتو) برخو کې هغه کسان را ټول کړای شوي چې له وړاندې یې د افغانستان په ټولو ارزښتونو پښه اېښې او یوازې د ډالري معاشونو په بدل کې ترې د روباټونو په څېر کار اخیستل کېږي، ډونران یې خپلې پروژې او رواني جګړه مخته پرې وړي او خپلې ګټې پرې خوندي کوي.
په افغانستان کې دننه او بهر خلکو ته ښايي چې لومړی له دې رسنۍ سره پرېکون وکړي، ځکه دا رسنۍ دوی ته ناسم معلومات رسوي او له بلې خوا یې د فحشاء، بې بندوباریو، تفرقو او کرکې لمن نیولې او د پردیو ګټو د خوندیتوب ټرېبیون ګرځېدلې ده. د رسنۍ په نوم دې تبلیغاتي دستګاه د ژورنالیزم د مسلک، د رسنیو او خبریالانو آدرس او مقام ته هم لویه ضربه رسولې ده، نو هغه کسان چې له دې ادرس سره یې د هر دلیل له مخې همکاري پیل کړې، باید په اړه یې له سره غور وکړي او د تاریخ او ولس پر وړاندې له مسؤلیت او د هغوی له قضاوت څخه ځان وساتي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.