افغانستان د روان کال د اسد په ۲۴مه د خپلې آزادۍ د دورې پنځم کال پوره کړ. د دې نسبتاً اوږدې مودې تېرېدل دا حقیقت څرګندوي چې افغانستان په دې موده کې ثبات ته رسېدلی او توانېدلی چې له شته ټولو امکاناتو او ظرفیتونو څخه د هېواد د آبادۍ، د وضعیت د ښه والي او د تېر وخت د جبران لپاره غوره ګټه واخلي.
له بلې خوا باید دې څرګند حقیقت ته هم غاړه کېښودل شي چې تښتېدلو مخالفینو په دې موده کې په بېلابېلو هېوادونو کې د خپل ژوند تر ټولو بد او له اختلافاتو ډک پړاو تېر کړی دی، هره ورځ یې د تېرې ورځې په پرتله لا ډېر شاتګ کړی، د یووالې ادعا یې لا پسې کمزورې او د مزی یې ورځ تر بلې شلېدلی دی.
همدارنګه، دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د دې کلونو په ترڅ کې د نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه له دوو انتخابونو سره مخ وو: یو دا چې له اوسني حاکمیت سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه یې ګټه واخلي؛ بل دا چې له تښتېدلو مخالفینو څخه ملاتړ وکړي او د نامعلومو پایلو او په تر ټولو ښه حالت کې د بې ګټې پایلو، پر سر قمار ووهي.
یو څه چې په دې موده کې په څرګنده توګه لیدل کېږي چې د نړۍ د هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو، د تصمیم نیونې عمومي لوری د لومړي انتخاب پر طرف اوښتی دی؛ یعنې هېوادونه دې باوري پایلې ته رسېدلي چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو پراخول او د قضیې له مثبت اړخ سره درېدل به د دوی د ملي او نړیوالو ګټو لپاره سل په سلو کې ګټور وي. نور هغه وخت تېر شوی چې څوک دې د فریب، دوکې او د قضیې له منفور او تور اړخ سره د درېدو له لارې څه ته ورسیږي او ګټه ترې پورته کړي.
همدا موضوع د دې لامل شوې چې تښتېدلي مخالفین د بېلابېلو ګوندونو او ډلو په نومونو لا ډېر سره خواره واره شي، د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هر لوري وګرځي، خو له تړلو دروازو سره مخ او د ناڅرګند برخلیک تیاره سیوري پرې درانه شي.
خو بیا هم باید له یاده ونه ایستل شي چې د تښتېدلو مخالفینو پر وړاندې د ټولو شته خنډونو او د هغوی د تبلیغاتي فعالیتونو پر پرله پسې شاتګ سربېره، یوازې یو هېواد حاضر شوی چې لا هم د تښتېدلو مخالفینو تر څنګ د ملاتړي رول ولوبوي او د یوه مکار ګیدړ په څېر د مخالفینو له غړو څخه د قرباني کېدونکو عواملو، د کورني امنیت د ګډوډوونکو او د خپلو سیاسي موخو لپاره د پیش مرګه ځواک په توګه کار واخلي.
له شک پرته، له دې خبرې سره هغه یوازینی نوم چې د خلکو غوږونه ورسره آشنا دي، پاکستان دی؛ هغه هېواد چې تل یې هڅه کړې له افغانستان څخه، چې د یوه روان او څپاند سیند په څېر ورته ارزښت لري، بې بدلې ګټه واخلي، د خپلې غوښتنې او خوښې له مخې ورسره لوبې وکړي.
په دې منځ کې، که څه هم مخالفین دغه ملاتړ د ځان په ګټه ګڼي او داسې انګېري چې د دوی په کارنامه کې کوم پرمختګ رامنځته شوی، خو په حقیقت کې نه پوهېږي چې په یوه داسې ډنډ کې ډوبېږي چې په پای کې به یې یوازینی بایلونکی او له منځه تلونکی لوری خپله دوی وي. پاکستان به تر هغه په ظاهره د دوی تر څنګ ولاړ وي، ترڅو په دې ډاډه وي چې له دې کاره ګټه ترلاسه کوي او کولای شي د افغانستان په خاوره کې د ځان لپاره د پښې ځای پیدا کړي.
له دې پرته، دغه مکار ګیدړ هېڅکله د رښتیني ملاتړ او ننګې لپاره نه درېږي او له افغانستان سره د خپل اوږد ګاونډیتوب په موده کې یې له دغه هېواد سره هېڅ خیر نه دی کړی؛ ځکه څنګه د عقل له مخې دا د منلو وړ ده چې پاکستان د هغه هېواد په توګه چې تل د افغانستان پر وړاندې د دسیسه جوړونې او توطیو په لومړۍ کرښه کې پاتې شوی او له همدغو مخالفینو سره یې، هغه مهال چې هغوی په واک کې وو، مقابله کوله، اوس دې حاضر شي چې له هماغو کسانو څخه په بل نوم دفاع وکړي او په هر اړخیزه توګه اوږه پر اوږه ورسره مخته ولاړ شي!؟
د دې پوښتنې ځواب له دې پرته بل څه نه لري چې پاکستان تل د خپلو موخو د پوره کولو او له هرې ممکنې لارې، ان د دې فراریانو په کارولو سره، افغانستان ته د زیان رسولو په هڅه کې دی. هغه هېڅکله دې ته نه چمتو کېږي چې که یوازې یو سلنه احتمال هم موجود وي چې مخالفین کوم امتیاز ترلاسه کړي، دی دې پرې خوشحاله شي او له مخالفینو څخه دې ستاینه او ملاتړ وکړي؛ بلکې هره بریا او هر امتیاز د ځان لپاره غواړي.
دا هماغه باریک ټکی دی چې تښتېدلو مخالفینو ترې سترګې پټې کړې دي او نه غواړي دا حقیقت ومني او د پاکستان له غېږې څخه راووځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


