په تېره اداره کې د بلخ والي او د جمعیت د جلا شوي برخې مشر عطاء محمد نور ویلي، چې د جنګسالار او قوماندان سالار په نوم یادېدل ورته د شرم وړ نه دي او افتخار پرې کوي. دا څرګندونې د نوموړي د زورواک او مستبد فکر او تورې څېرې یوه ښکاره نمونه ده. نور د کلونو په اوږدو کې د هېواد ملي شتمني، یووالی او ټولنیز ثبات زیانمن کړي. که یې د شوروي په وړاندې تحرکاتو کې ځغاسته کړې وي، خو وروسته یې د داخلي جګړو او بیا نورو کلونو کې، حتی تر اوسه پورې د هېواد د بربادۍ لپاره هیڅ توان نه دی سپمولی.
عطاء محمد نور چې د ځان لپاره د «جنګسالار» او «قوماندان سالار» نومونه د افتخار وړ ګڼي، په اصل کې په خپلې زورواکۍ، استبداد، انحصار، انسان تښتونې، غلاوو، چور، چپاول او سلګونه نورو ناوړه کړنو افتخار کوي، ځکه جنګسالار همدې ته وايي او نور برعکس د هغو وګړو سپکاوی کوي، چې د نوموړي د ناوړه کړنو قربانیان دي. د واک، زر او زور دغه مدعیان لا هم له خپلو استبدادي مفکورو او شخصي ګټو پورته بل څه ته ژمنتیا نه لري.
عطاء محمد نور په شمال، په ځانګړې توګه بلخ کې د قدرت جزیره جوړه کړې وه، چې له همدې امله د امپراتور په لقب نومول شوی و، د مالي فساد او ملي شتمنیو د شخصي کولو تر ټولو روښانه بېلګه یې د حیرتان بندر ګمرکي عوایدو ته د هغه د شخصي او جرمي شبکې غځېدل وو. د هېواد د شمال مهمې ترانزیټي لارې د ده او د ده د نږدې کسانو په ولکه کې وې، چې هره میاشت به ترې په میلیونونو ډالره شخصي حساب ته تللې.
د ځمکو غصب او د عامه ملکیتونو تصرف، له سوداګرو باج ګیرۍ، په لویو اختطافونو کې لاس لرل او د عامه نظم او امنیت اخلال یې هغه تورې کارنامې دي، چې د ولسونو په منځ کې یې منفور کړ او له ولس سره یې فاصله لا ډېره شوه. له دې ورهاخوا د کورنیو جګړو پر مهال هم د عطاء محمد نور هېواد ضد کړنې، ظلمونه، د ملي شتمنیو چور او د تجزیې لپاره هڅې د هغه د ژوند او شخصیت نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې.
نور په خپلو ادعاوو کې ویلي، چې ده او ملګرو یې د کرزي او نورو سياستوالو لپاره د اقتدار لاره پرانیسته او واک ته یې ورسول، له همدې امله باید کرزی له دوی مننه وکړي. خو حقایق دا دي، چې د نوموړي ډله د جمهوري رژیم واقعي ملاتړي نه، بلکې د شخصي ګټو خوندي کوونکي وو او په دې لاره کې یې د کرزي او غني په وړاندې د زور دریځ درلود. په شمال کې یې د قدرت د جزیرې له لارې دواړه ولسمشران ننګول او د جمهوریت کاواکه رژیم یې هم په وړاندې عاجز و.
د جنګسالارۍ په صفت افتخار کول او د شرم نه احساسول د عطاء محمد نور اخلاقي زوال هم څرګندوي. نوموړی که څه هم هڅه کوي چې خپل سپیناوی وکړي، خو اوس نو ډېره ناوخته شوې ده. لسیزې تېرې شوې دي چې دا لقب د هغه د شخصیت برخه ګرځېدلی دی او اوس چې د جګړې پلوي کوي او بیا غواړي هېواد وران کړي، خو دی واک ته ورسېږي، د جنګسالار فکر یوه ښکاره بېلګه ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


