د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوحې نوې توافقنامې د پاکستان پوځي رژيم د ماتې تر څنګ يو ځل بيا د افغانستان د مفسدې، تښتېدلي او مخ تورې بهر مېشتې کړۍ ټولې هيلې په سيند لاهو کړې.
په دوحه کې د اسلامي امارت مسؤلینو يو ځل مخکې د افغانستان لپاره يو نوی برخليک وټاکه، له مغرورې امریکا سره يې د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کړ، اشغال هم ختم شو او د مفسدینو، غلو او جنایت کارانو له ناپاکو لاسونو هېواد خلاص شو.
هماغه تښتېدلي او مفسد مخالفين يو ځل بيا د پاکستان پر دسترخوانونو کښېناستل او د افغانستان د تباهۍ، غلامۍ او ذلت لپاره يې د پاکستان له پوځي رژیم او استخباراتي ادارو سره نوې دسيسې جوړولې. تازه احمد مسعود او څو مشهور مفسدین له پاکستان سره پر نویو تګلارو لګيا وو، خبر نه وو چې الله خير الماکرين ذات دی.
د پاکستاني پوځ رژیم یوې ځانګړې کړۍ غوښتل چې وضعیت کړکېچن او د خپلو دسيسو پلي کولو ته لاره هواره کړي، په دې لړ کې پخوانیو مفسدینو هم د پاکستاني پوځي رژيم وحشتونو او تېریو ته چکچکې کولې او لکه تير ځل يې چې امریکايان تشويقول تر څو پر طالبانو غټ، غټ بمونه واچوي، اوس یې غوښتل د پاکستان پوځي رژيم لا ډېر وهڅوي چې کابل، کندهار، خوست، پکتیکا، کنړ، ننګرهار او نوري سیمې بمبارد کړي.
تښتېدلو مفسدینو د هر ملکي کس په شهادت پاکستاني پوځيان اتلان معرفي کول، ځکه دوی هم غوښتل چې د طراحي شوي پلان په اساس وضعيت ښه ډير ترينګلی شي او دوی له فرصت څخه استفاده وکړي، خو لکه تېر ځل چې له امریکا سره په مذاکراتو کې بريا ټول مفسدین مخ توري کړل، دا ځل بيا تر هغې زيات مخ توري، نور هم رسوا، ذلیله او وپېژندل شول.
الله خیر الماکرين ذات دی، د دوی هر مکر د دوی پر وړاندې يو طوفان شو او دوی يې له خپلو خبيثو دسيسو سره یو ځای له ځان سره يووړل.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.