یوولسمه برخه
که د افغانستان د هر یوه بدنام جنګ سالار ژوندلیک او کارنامو ته لنډه کتنه وشي، له دې سره سره چې د دوی د جنایتونو او بې اندازې فساد د پټولو لپاره پراخې هڅې شوې، خو بیا هم د را برسېره کولو او ویلو لپاره ډیرې کیسې او حقایق شتون لري.
د عبدالرشید دوستم د شرموونکو کړنو د افشاء کولو په دې لړۍ کې به د هغه جعلي مارشال له لوري د طبیعي زیرمو د قاچاق او انحصار موضوع وڅېړو، چا چې د نورو جنګ سالارانو ترڅنګ د خپل هېواد او ملت په وړاندې له هېڅ ډول خیانت او جرم څخه ډډه نده کړې، هر څه یې چې په وس پوره وو، د خپل جېب د ډکولو لپاره یې کارولي دي.
د جوزجان ولایت، چې د عبدالرشید دوستم د زېږېدو ځای دی، د طبیعي ګازو او کاني زیرمو له اړخه د هېواد یو له بډایه ولایتونو څخه شمېرل کېږي. دوستم د خپلو وفادارو اجیرانو په ملاتړ، کلونه کلونه د دې زیرمو غیر رسمي کنټرول په لاس کې درلوده او د مافیايي کړیو له لارې یې د ګازو او کاني موادو ناقانونه استخراج انحصار کړی و.
په دې تړاو ګڼ شمېر راپورونه څرګندوي چې نوموړي د حاصل خېزو ځمکو، کاني سیمو او د ګازو د تأسیساتو د غصب او تصرف له لارې په ځایي اقتصاد ولکه ټینګه او له همدې لارې یې د پام وړ شتمني تر لاسه کړې وه.
دوستم آن د سرو زرو په ناقانونه سوداګرۍ کې هم لاس درلوده، کوم چې کله نا کله د نشه يي توکو په راکړه ورکړه کې هم کارېده. دې چارې نه یوازې د هېواد اقتصاد ته زیان ورساوه، بلکې نوموړي له خپلو واکونو په ناوړه استفادې سره د جمهوري رژیم په نړېدلو بنسټونو کې، د فساد د ځای پر ځای کولو په برخه کې هم مهم او کلیدي رول درلوده.
د دوستم بله خلاف کاري د نشه يي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس درلودل وو. د باور وړ سرچینې وايي چې نوموړی د هېواد په شمال کې د نشه يي توکو له «شهزادګانو» څخه شمېرل کېده؛ دوستم هغه څوک و چې له مزارشریف او جوزجان څخه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته، په ځانګړې توګه تر ازبکستان او سمرقند پورې یې د هیرویینو د انتقال لاره په لاس کې وه.
د وخت د رژیم پراخ فساد او بې کفایتي د دې لامل شوې وه چې د دوستم تر ملاتړ لاندې د نشه يي توکو کاروانونه له کومې تلاشۍ او نظارت پرته له پولو واوړي. د دې تر څنګ، د وسلو قاچاق هم د دوستم د مالي سرچینو له مهمو برخو څخه و، ترڅو د خپلو خصوصي اجیرانو او ملېشو لګښتونه ورباندې پوره کړي. دې تورې سوداګرۍ او د فساد بهیر نه یوازې دوستم ته د پام وړ ګټه ورسوله، بلکې د هېواد په شمال کې یې د نا امنۍ او بې ثباتۍ لمنه هم پراخه کړه.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د دفتر (SIGAR) راپور چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې خپور شوی، په څرګنده توګه پکې ویل شوي چې د هغه وخت پراخ فساد د افغانستان د دولت د ناکامۍ یو له بنسټیزو لاملونو څخه و. په راپور کې ټینګار شوی چې د دوستم په څېر د جنګ سالارانو له لوري د نشه يي توکو قاچاق، د ځمکو غصب، د کاني زیرمو ناقانونه را ایستل او د طبیعي شتمنیو چور، د دولت بنسټونه له داخل څخه ضعیف او کمزوري کړي دي.
د عبدالرشید دوستم غیرقانوني، فاسد او له خیانت څخه ډک فعالیتونه، د طبیعي زیرمو له انحصاره نیولې د نشه يي توکو او وسلو تر قاچاق پورې، دا ټول نه یوازې د هغه اصلي څهره د یو بې رحمه، فاسد او ځان غوښتونکي سیاستوال په توګه بربنډوي، بلکې پر جنګ سالارانو د تکیې او فساد په پایله کې د جمهوریت د پرځېدلو څرنګوالی هم ترې روښانه کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.



۱ څرگندون
ټول ستر حقايق دي ټول پوهيدل چې له عيش قاچاق قتل او له فساده يو ډک نظام وه بيا يې د دوستم په شان يو خره ته د مارشال لقب او رتبه هم ورکړي وه واک له کړۍ بهر وه دخلکو په سترګو کې خاورې پاشل وه بزکر به ديوې ګولې ډوډۍ لپاره بهر ووت ورک به شوه مياشت وروسته به يې جسد په کچه دانيو کې پیدا شوه زيرمي ،سره زر ،خاوره ،اوبه،هر څه کو پلورل شوي وه خو موږ هيڅ نشوای کولای ځکه دظلم او جبر کړۍ دومره کلکه وه که دهغوي ترمخ دي په تندي کې نښې راغلاي واي لا يې وژلې حق ترپښو لاندې شوي وه يا ربه موږ شکر ګزاره يو چې پاک محمدي اسلامي او شرعي نظام لرو خدای زموږ ټول ژوند تر همدې قیادت لاندي راوبښه