
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان واشنګټن ته په رسمي سفر تللی او هلته یې له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره کتلي دي.
فیدان له دې لیدنې وروسته ویلي، چې دغه سفر د امریکایي چارواکو په رسمي بلنه ترسره شوی او سپینه ماڼۍ کې یې له یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، فیدان د امریکا او سوریې د ولسمشرانو ترمنځ د وروستۍ لیدنې پر مهال هم حاضر و.
د یادونې ده، چې تېره شپه ناوخته داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر امریکا کې لادرکه شوی دی.

