شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت د سیمهیيزو قول اردوګانو ۱۵۲ تنه ځوان سرتېري د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومندانۍ د مسلکي ښوونځیو، دافع هوا، زرهدار ټانګونو، د نښې ویشتنې (M24 Sniper)، بلواګري ضد او صحیه څانګو له درې میاشتنیو نظري او عملي زده کړو څخه فارغ شول.مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي، چې په خپلو مسلکي برخو کې په ترلاسه شویو زده کړو بسنه ونه کړي او د عصري ټکنالوژۍ، وسلو او وسایلو په برخه کې هم زدهکړې وکړي.ورته مهال فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړی، چې د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته بشپړ چمتو دي.