د پاکستان د استخباراتي ادارې، پوځي رژیم او مقاومت ډلې ترمنځ اړیکې نوي باب ته داخلې شوې دي، دواړو جهتونو پخوا هڅه کوله چې دا اړیکې پټې وساتي او یا یې لږ تر لږه د رسنیو له سترګو پټې کړي، ځکه دوی پر دې وېرېدل چې که د دواړو اړخونو ترمنځ د یارانې په اړه محتاط ونه اوسي، نو ډېرې رسوایۍ به ورسره رامنځته شي او په نړۍ کې به د دواړو په اړه قضاوتونه بدل شي؛ دوی تر یوې اندازې دا اړیکې پټې کړې، خو د رسوايۍ مخه یې ونه شوای نیولی.
په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ او مخامخ جګړې دا هر څه بربنډ کړل، له ډېرو مخونو او څېرو یې د مکر او فرېب نقابونه لېرې، اصلي او پټې معاملې او اړیکې یې رسوا کړې، تر دې چې دوی نور پټولو ته څه نه درلوده، نو ځکه یې د یوه او بل ښکاره ملاتړ ته را ودانګل. وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان هوایي حریم نقض کړ، پر بېګناه خلکو یې بمبارد وکړ، افغانستان هم پرېکنده ځواب ورکړ، خو یوازې یې پاکستاني پوځیان په نښه کړل، له دې سره د دواړو لورو ترمنځ نښتې څو ورځو ته وغځېدې.
افغانان له هر ډول ژبنیو، قومي، سمتي او نورو مسایلو پرته له خپل پوځ سره د پاکستان په خلاف ودرېدل، خو په بهر کې مېشت مقاومت ډله، د هغوی ملاتړي او غړي په خورا بې شرمۍ له پاکستاني پوځ سره ودرېدل او د افغانستان خلاف سنګر یې ونیو. دوی په څرګنده توګه د پاکستاني پوځي رژیم برید ته توجیهات لټول او هڅه یې کوله چې د افغانستان ځوابي اقدام نامشروع وګڼي، نو له ټولنیزو رسنیو او د رسنیو په نوم په بهر کې مېشتو تبلیغاتي ادرسونو له لارې یې د پاکستان په ګټه تبلیغات پیل کړل، د پاکستاني پوځ اعلامیې یې خپرولې او د پاکستاني پوځي رژیم د تبلیغاتي جګړې پر مخ وړونکي وګرځېدل.
د مقاومت ډلې او پاکستاني پوځي رژیم ترمنځ اړیکې نوې خبره نه ده، بلکې دا اړیکې د دوی له لومړنیو مشرانو، په ځانګړې توګه احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني ور پاتې دي، چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال یې هم ښې ګرمې وپاللې. د پام وړ خبره دا ده چې دوی هغه مهال پر هغو جریانونو د پاکستان د غلامۍ تور پورې کاوه، چې په افغانستان کې د واقعي خپلواکۍ غوښتونکي وو او په دې لاره کې یې مبارزه کوله. د پرځېدلي جمهوریت پر لوړو دولتي پوسټونو د مقاومت ډلې د افرادو شتون دې ته زمینه برابره کړې وه چې په بهرنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او نورو مهمو دولتي بنسټونو کې پاکستاني اجنټانو دندې درلودې او د دولتي دستګاه هر راز اطلاعات یې ترلاسه کول.
د مقاومت ډلې همدې لوړ رتبه چارواکو به پر سټېج د عامو خلکو د تېر ایستلو لپاره د پاکستان خلاف څرګندونې کولې، خو وروسته به د مناسبتونو په بهانه د پاکستان په سفارت کې ځانګړي مېلمانه وو؛ دا لړۍ د پرځېدلي جمهوریت تر وروستۍ ورځې پورې روانه وه، اوس چې دوی په بهر کې د تش په نوم مقاومت غږ اوچت کړی، بیرته د زړې یارانې تازه کولو ته ور ګرځېدلي، تر څو د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت ګواښلو نیابتي مأموریت سرته ورسوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


