د پاکستان او افغانستان تر منځ روان کړکېچ د سیمې د امنیت، سیاسي ثبات او ولسي اړیکو پر راتلونکې ژور سیوری غوړولی دی. په داسې وخت کې چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو اوربند رامنځته شوی و او هڅې روانې وې چې د تفاهم نورې دروازې پرانیستل شي، خو د پاکستان له لوري یو ځل بیا د افغانستان هوایي حریم نقض او په خوست، کونړ او پکتیکا کې بې ګناه وګړي په نښه کړای شول؛ د پاکستان دا ناسنجیده اقدامات څرګندوي چې د پاکستاني پوځ دننه د خاصې کړۍ ارادې ناسمې دي.
افغان حکومت څو ځله خبرو اترو ته د احترام له امله د صبر او سیاسي حوصلې څخه کار واخیست. د افغانستان له لوري د تاوتریخوالي د پراخېدو مخنیوی وشو، تر څو د منځګړیتوب او خبرو اترو پروسه زیانمنه نه شي، خو د پاکستاني پوځ د یوې خاصې شریري کړۍ چلند وښودله چې دوی د دې زغم معنی په کمزورۍ تعبیر کړې ده. پاکستاني لوري نه د خبرو ارزښت درک کړ او نه یې په سیمه کې د سولې اړتیا جدي ونیوله. که د دغه خاصې کړۍ پاروونکي اقدامات دوام ومومي، نو افغان حکومت به هم هم د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي او دا یې سالم حق هم جوړېږي.
د پاکستان دننه سیاسي او ټولنیز واقعیتونه بیا د دې کړکېچ بل اړخ روښانه کوي. ولس، سیاستوال، دیني عالمان او مدني قشر له کلونو راهیسې دې پایلې ته رسېدلي چې د سیمې بحرانونه د پاکستان د پوځي کړیو د ناسمو پالیسیو او غیر معقولو اقداماتو له امله رامنځته کېږي. هغه کړۍ چې د رژیم اساسي تصامیم نیسي، تل د فشار، مداخلې او امنیتي ستونزو په دوام کې خپله ګټه لټوي.
په افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې مداخلې، هوایي حریم یې نقضول، په مختلفو بهانو دروازې تړل، سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابول، د کډوالو جبري ایستل او له ګاونډیانو سره نښتې رامنځته کول د پاکستاني پوځ د خاصې کړۍ د ناسمو پریکړو تاریخي برخه ده.
د پاکستان پوځ، سیاست د داسې وسیلې په توګه کاروي چې د ولس پام له اصلي ستونزو څخه واړوي. د داخلي ناکامیو، اقتصادي سقوط، سیاسي شخړو او د حکومتونو د ناپایدارتیا ټول مسؤلیت د «بهرني ګواښ» په نوم پر نورو هېوادونو ور اړوي. د افغانستان له لوري هر ډول نرم غبرګون د دوی لپاره یوه بله پلمه ګرځي چې په خپلو تېروتنو پرده واچوي.
په قطر او ترکیه کې له مذاکراتو وروسته نړیوال منځګړي په ښکاره پوه شوي چې افغان حکومت د خبرو له لارې د ستونزو حل ته لېوال دی او د کشمکش د پراخېدو مخنیوی غواړي، خو پاکستانی پوځي رژیم په نامعقولو غوښتنو د سیاسي او ډیپلوماتیکې فضا پر ځای د فشار فضا رامنځته کوي. خو د دوی دا چلند یواځې د افغانستان په زیان نه دی، بلکې د پاکستان د ولس لپاره هم سخت زیان لري، ځکه اوږد مهاله کړکېچ تل د ولسي ژوند د بربادۍ سبب ګرځي.
اساسي پوښتنه داده چې ولې پاکستانی پوځ هر ځل د سولې پر ځای کړکېچ ته ترجیح ورکوي؟ ځواب یې ساده دی؛ ځکه ترجیح ورکوي چې کړکېچ د پوځي کړۍ د واک د دوام تضمین دی، هر ځل چې په هېواد کې سیاسي ګډوډي زیاتېږي، د پوځ رول ورسره پراخیږي، هر ځل چې په سیمه کې تاوتریخوالی ډېر شي، پوځ ځان د یوازیني «ضروري قوت» په توګه وړاندې کوي؛ دا یې هغه دایمي ناسم منطق دی چې پاکستانی ولس یې قرباني کېږي، خو پوځ بیا ځان پرې مستحکم کوي.
د پاکستان ولس، علماء، سیاسيون او ټول محلي مشران باید دې حقیقت ته متوجه شي چې د دواړو ملتونو د اړیکو خرابېدو تر ټولو ستر لامل د پاکستان پوځ او هغه استخباراتي ذهنیت دی چې د کړکېچ د تولید او تکرار په دوام کې خپله بقا ویني. که خلک دا درک نه کړي، نو ستونزې به هر کال نوې بڼه غوره کوي او د سیمې ثبات به لا کمزوری کېږي.
افغانستان تر ډېره هڅه کړې چې د خبرو، درناوي او زغم له لارې په اړیکو کې راغلي درزونه کم کړي، خو دا په دې معنی نه ده چې د چا د زیاتي او تجاوز په وړاندې به خاموش یا بې ځوابه پاتې شي. د دې خبرې ادراک ضرور دی چې د سیمې راتلونکې یواځې هغه مهال روښانه کېدای شي چې پاکستان خپله اوسنۍ محاسبه بدله کړي او د همکارۍ، برابرۍ او متقابل احترام پر لاره قدم کېږدي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


